افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۳۱ طالبان وژلي.

افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۳۱ طالبان وژلي.


  • 4 مياشتي دمخه (24/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 408

 تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په دوه ولایتونو کندهار او هرات کې ۳۱ طالبان وژلي ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۹ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په ورته مهال له سرچینې څخه په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هرات شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو پر سیمو عملیات ترسره کړي، چې ۱۲ تنه یې وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې په دې عملیاتو افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.