امرالله صالح: د کویټې شورا د آی آیس آی مرکز دی

امرالله صالح: د کویټې شورا د آی آیس آی مرکز دی


  • 1 کال دمخه (15/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 640

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د کویټې شورا د پاکستان له لوري د طالبانو د مالي او نظامي ملاتړ نوم دی، چې په افغانستان کې یې  د جګړې لپاره پیاوړې کوي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دوی موندنې ښيي، چې کوټې شورا طالبانو ته له کومه ځایه پیسې راټولوي او طالبانو ته له کومي لارې چاودېدونکي توکي پېدا کوي.

صالح دغه راز زیاته کړې، چې د دوحې له خبرو سره بیا هم د طالبانو جنګي ډله نه ده قراره شوې او هڅه یې کړي، چې د بې ګنا وګړو وینه توی او تاوتریخوالی زیات کړي.

امرالله صالح تر دې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان د پاکستان په اشاره په افغانستان کې جګړه کوي او دا ډله هیڅ ډول خپلواکي نه لري.