ننګرهار کې پولیسو نشه یي توکي او سلګونه فیره مرمۍترلاسه کړي دي.

ننګرهار کې پولیسو نشه یي توکي او سلګونه فیره مرمۍترلاسه کړي دي.


  • 9 مياشتي دمخه (29/12/2020)
  • خالد سهار
  • 391

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو پولیسو شینوارو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو تن سره ۱۴۳ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

 

دغه راز خبر پاڼه زیاتوي، چې پولیسو د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې له یوه تن سره په فیلډر ډوله موټر کې اته سوه فیره د کلاشینکوف مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.

 

باید یاده شي، چې نيول شوي کسان به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.