پکتیا کې واورې ښوئیدنې 25طالبان وژلي دي.

پکتیا کې واورې ښوئیدنې 25طالبان وژلي دي.


  • 7 مياشتي دمخه (14/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 436

 

د پکتیا ځایي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د واورې ښوئیدو په پېښه کې 25 وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري وایي، یاده پېښه تېره شپه د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند د زغنې تنګي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو غوښتل د کرښې د هغې غاړې څخه د افغانستان خاورې ته را داخل شي.

 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، له افغان حکومت یې څو ځلي غوښتني، چې یاده لاره د وسله والو د تګ راتګ پر مخ وتړي، خو په خبره یې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې په بدخشان ولایت کې د واورې ښوئیدو په پېښه کې 20 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.