د پاکستان ویزې اخیستلو بیروبار کې ۱۱ مېرمنې مړې شوې

د پاکستان ویزې اخیستلو بیروبار کې ۱۱ مېرمنې مړې شوې


  • 1 کال دمخه (21/10/2020)
  • خليل
  • 367

ننګرهار کې امنیتي سرچينې مني چې جلال اباد فوټبال سټډيوم کې د پاکستان ويزې لپاره ټوکن ترلاسه کولو بېروبار کې نن سهار ۱۱ مېرمنې مړې او ۱۲ کسان نور ژوبل دي چې ډېرې يې مېرمنې دي. 

د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکو ويلي ، د ۱۲ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ژوبل ور وړل شوي چې عمرونه يې د پنځوس او شپيتو کلونو ترمنځ دي. ژوبلو کې ۳ يې نارينه دي.