امریکا د افغانستان په اړه خیالي پرېکړې کړي

امریکا د افغانستان په اړه خیالي پرېکړې کړي


  • 9 مياشتي دمخه (10/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 328

 

دي هېل نشریه وایي، امریکا تل د افغان جګړې په اړه له واقیعت لرې پرېکړې کړي.

 

یادې نشریې په یوه مقاله کې د سولې بهیر او د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تحلیل کړی دی.

 په مقاله کې وړاندې راغلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې تل د افغانستان په اړه خیالي او له واقعیتونو لرې پرېکړې کړې دي نو له همدې امله نه یوازې دا چې دغه جګړه ختمه نه شوه بلکې ورځ تر بلې ډېرېږي او لا ډېر خلک پکې وژل کېږي. سرچینه وایي له طالبانو سره د امریکا له لوري د سرتېرو د ایستلو ژمنه کول، یوه خیالي ژمنه ده چې عملي کېدل یې امکان نه لري، ځکه لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، ښایي طالبان پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي او ورسره جوخت په دغه هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. 

یاده نشریه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امریکا تر دې وړاندې هم څو ځله د افغان جګړې د ختمولو ژمنې کړې وې.