د فراه په ابو نصر فراهي بندر کې اور لګېدلی.

د فراه په ابو نصر فراهي بندر کې اور لګېدلی.


  • 7 مياشتي دمخه (06/03/2021)
  • خالد سهار
  • 465

د فراه ولایت شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د سون توکو په یوه زېرمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

 

د فراه والي تاج محمد جاهد ویلي، چې د دغه اور د مهار کولو لپاره یې له ایران هېواد څخه هم د مرستې غوښتنه کړې او تر اوسه له ایران څخه د اور وژنې څلور موټر را رسېدلي دي.

 

والي جاهد همدارنګه ګڼو بار موټرونو ته دایران هېواد ته تګ اجازه ورکړې.

 

نوموړي ویلي، هڅه کوو چې د اور سیمې ته نږدې ټول وسایط نورو لیرې سیمو ته ولېږدوي.

 

تر دې مهاله د اور لګېدنې علت نه دی ښکاره شوی.

 

خو عیني شاهدان وايي، چې د تېلو ټانکرونو اور اخیستی دوی زیاته کړې، چې اور هره شېبه د پراخېدو په حال کې دی.