امریکا نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې مرکزونه جوړوي

امریکا نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې مرکزونه جوړوي


  • 2 مياشتي دمخه (07/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 175

امریکا ښايي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د یاد هېواد پوځ ته په نورو هېوادونو کې د روزنې مرکزونه پرانیزي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې امریکا نه غواړي د افغان پوځ ملاتړ څخه لاس واخلي؛ نو ځکه به یاد پوځ ته د ځینو چارو د سپارلو ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابره کړي.

نوموړي پنټاګون ته په یوه غونډه کې ویلي، چې دا له څو انتخابونو یو انتخاب دی، چې امریکا یې د افغان ځواکونو لپاره لري.

میلي زیاته کړې، چې ځینې چارې باید افغان پوځیانو ته وسپارل شي، چې په خپله یې مدیریت کړي؛ خو د ځینو نورو کارونو په ترسراوي کې باید امریکايي ځواکونه افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر امریکايي نظامي جنرالانو ویلي وو، چې امریکا به له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

شاوخوا میاشت وړاندې هم کابل ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پرانیستل کيږي.