وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزه ورکول کیږي

وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزه ورکول کیږي


  • 3 کاله دمخه (05/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1263

د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ مېرمن جل بایډن د مارچ اتمې په مناسبت ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کلنۍ جایزه ورکوي.

کابل کې د امریکا د سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې دغه جایزې د دې لپاره د دغو مېرمنو په نوم کیږي چې د خپل ژوند لویه برخه یې افغانانو ته د هوسا ژوند برابرولو کې زیار ایستلی.

په خپور شوي لیست کې د انعکاس تلویزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنرال شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي چې هدفي وژنې د نارینه وو په شمول له ښځینه فعالینو هم قرباني اخلي.

په روانه اونۍ کې د ننګرهار جلال آباد ښار کې د انعکاس تلویزیون درې نورې کارکوونکې هم ووژل شوي.