بلینکن: د طالبانو مشران به په تور لیست کې پاتې شي

بلینکن: د طالبانو مشران به په تور لیست کې پاتې شي


  • 3 مياشتي دمخه (03/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 319

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، چې طالبان غواړي مشران یې له تور لیست وښکل شي؛ خو که جګړو ته همدا ډول ادامه ورکړي، نو نومونه به یې تور لیست کې پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او دا ډله باید وپوهیږي، چې امریکا او ملګري به یې افغانستان کې د زور له لارې راغلی حکومت په رسمیت ونه پېژنې.

بلنکین دغه راز له طالبانو غوښتي، چې د عامو خلکو د وژلو پر ځای دې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په کور دننه د طالبانو له لوري جګړې تر بل هر وخت اوج ته رسېدلې دي.