ننګرهار کې نامالومه وسله والو ۷ کارګران وژلي.

ننګرهار کې نامالومه وسله والو ۷ کارګران وژلي.


  • 6 مياشتي دمخه (04/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 398

د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې نامالومه وسله والو ۷ کار ګران وژلي.

د سیمه ییزو سرچېنو په خبره یاده پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالي د مارغونډۍ په سیمه کې رامنځته شوې.

ویل کیږي، چې وژل شوي کسان ټول د یادې سیمې د ګچو کان کې مزدوران وو.

حکومتي مسؤلینو هم یاده پېښه منلې؛ خو د وژل شویو کسانو د هويت په اړه یې لاهم څه نه دي ویلي.

که څه هم تر اوسه په ښکاره ډول د یادې پېښې مسؤلیت چا  نه دی منلی؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د یاد کان مزدورانو ته څو ځلي د طالبانو له لوري اخظارونه ورکړل شوي وو.

طالبانو لاهم په دې تړاو څه نه دي ویلي