ولسمشر غني: د ترانسپورټ سکتور د راتلوونکي په هکله باید واضح لیدلوری شتون ولري.

ولسمشر غني: د ترانسپورټ سکتور د راتلوونکي په هکله باید واضح لیدلوری شتون ولري.


  • 2 کاله دمخه (24/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1084

سمسور (شنبه د غوایي ۴) ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

ارګ وایي، ولسمشر غني لارښوونه وکړه چې د ځمکنیو دهلېزونو، بندرونو، صادراتو د زیاتوالي او ترانسپورټ سکتور د راتلوونکي په اړه باید واضح لیدلوری موجود وي. 

سرچینه وایي، هغه همداراز د ترانسپورټي شرکتونو پر معیاري کولو او د پراګندګۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

د سرچینې په خبره، ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام د ترانسپورټ برخې پر دیجیټلي کولو ټینګار وکړ او په ټولو برخو په ځانګړي ډول په ترانسپورټ برخه کې یې د مرکزي اسیا هېوادونو پانګونه مهمه وبلله.