د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ووژل شو

د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ووژل شو


  • 1 کال دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 437

 

ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال وژلی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قاري ذاهدالله په نوم د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال چې د طالبانو د ګمرک مسوول هم وو تیره ورځ له دوه نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

د خبرپاڼې له مخې نوموړی او دوه ملګري یې په نهرین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هدفي بریدونو کې ووژل شول او څلور نور وسله وال ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې ددغو عملیاتو پر مهال د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر ماښام په پیښور کې د لغمان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي عبدالهادي د نا پیژنده وسله والو له خوا د خپل کور مخې ته ووژل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.