لغمان کې د رسنیو نشرات محدود شوي؛ خبریالان له ستونزو سره مخ دي

لغمان کې د رسنیو نشرات محدود شوي؛ خبریالان له ستونزو سره مخ دي


  • 1 اونۍ دمخه (13/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 19

په لغمان ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو نشرات د تېر په پرتله ډېر زیات محدود شوي او نه‌شي کولای، چې د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

لغمان کې د یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو کار کوونکي وایي، چې د ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و تر راتګ وروسته یې په نشراتي ډګر کې فعالیتونه ټکني شوي او نه‌شي کولای، چې په خپلواکه توګه خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

په دې ولایت کې د "سوله‌آرمان" راډیو د نشراتو مدیر او خبریال بختیار پښتون وایي، چې د ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و راتګ د دوی نشرات اغېزمن کړي او نه‌شي کولای، چې د پخوا په څېر دوام ورکړي.

پښتون زیاتوي، چې دوی له ګنو ستونزو سره مخ دي، چې په خبره یې تفریحي خپرونې بندې شوې، ښځینه کار کوونکې رسنیو کې کار نه‌شي کولای، اطلاعاتو ته لاس‌رسی محدود شوی او یا هم اړونده سرچینه په دې برخه کې مالومات نه لري.

په عین حال کې په دې ولایت کې د "کاوون‌غږ" راډیو یو خبریال هارون‌افغان وایي، چې وروستیو بدلونونو د نورو برخو ترڅنګ رسنۍ له مالي بحران سره مخ کړي او ګڼ خبریالان له دفتره رخصت شوي، چې دې چارې د رسنیو فعالیتونه خورا محدود کړي دي. 

افغان دغه‌راز وایي، چې دوی په خپلواکه توګه کار نه‌شي کولای او همدارنګه وېره لري، چې د خپلو فعالیتونو دوام ته زړه ښه کړي.

وروسته له هغه چې ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌ پر افغانستان حاکم شول؛ نو ګڼې رسنۍ سانسور شوې، ځنیې نورې د دوی لاس ته ولوېدې او ځینو نورو خو آن خپلې رسنۍ تر نامالوم وخت وتړلې.

د ویلو ده، چې په وروستیو کې یو شمېر خبریالان چې د پېښو د خبري پوښښ په موخه سیمو ته تللي، د ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و له‌خوا شکنجه شوي او یو شمېر نور تر څه وخت د دوی په زندانونو کې هم ساتل شوي دي.