د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر مسکو ته په سفر ولاړ

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر مسکو ته په سفر ولاړ


  • 10 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 394

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن په دوه ورځني رسمي سفر مسکو ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د حنیف اتمر ددغه سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان سولې د بهیر په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اتمر سفر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په رسمي بلنه ترسره شوی.
د خبرپاڼې له مخې اتمر به ددغه دوه ورځني سفر په لړ کې د روسې د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې ترڅنګ له نورو لوړوپوړو چارواکو سره هم وګوري.