د امن دوهمه جرګه او دسولی پلان


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • دوکتور م،عثمان روستار تره کی
  • 246

سریزه:
د روسی اشغالګرو او ورپسی  د نړیواله نظامی ائتلاف په وړاندی دیرښ کاله جګړه د دیورند  د کرښی په دواړو خواوو کی دخلکو په منځ کی د مذهبی ، قومی ، سیاسی او عاطفی اړیکو په تینګیدو
کی لوی اثر اچولی دی.
  جګړه قبیلوی جوړښتونوته تحرک(دینامیزم) بخښلی دی۰دغه دینامیزم د مخکنی مذهبی ، قومی او
ملی ګوندونو د سیاسی دریز د پیاوړتیا بنڅت او د سیاست په دګر کی د نوی ګوندونو د مطرح کیدلو
لامل وګرځید ۰
  افغانستان او پاکستان دواړه ، په قبایلی سیموکی د مثبت یا منفی پیښو له درکه متآثر شوی او یوبل سره یی واحده سیاسی برخه لیک راپیدا کړی دی۰
 د دیورند د کرښی د دواړو خواوو په قبایلی سیمو کی اتکل ۴۵ ملیون خلک چه تاریخی ګد وجوهات
او د مهاجمینو په وړاندی واحد مورچل لری ، ژوند کوی۰ دغه خلک چه یو ستر انسانی قوت جوړوی ، په افغانستان کی د امریکی د یرغل نه وروسته د هیواد به د ننه د سیاسی ژوند نه په حاشیه کی ولوید او د اوضاعو په سیاسی وده باندی د اغیزمن رول د درلودلونه بی برخی شو۰
  تولنیز ثبات هغه وخت تأمینیدای شی چه قبایلی واحده اتنیکی جوړښت د خپل فزیکی قوت په تناسب
په افغانستان او پاکستان کی د پام وړ سیاسی رول ولوبوی۰
  د بن کانفرانس د یوه غلطی سیاسی محاسبی پر بنڅت باندی نه یوازی چه دغه ستر تولنیز قوت ته
چه د افغانستان به د ننه او د باندی په سیمه کی د پیړیو په اوږدو کی د با ثباته دولتونو او امپراتوریګانو د جوړولو له لاری د سولی او ثبات په تینګیدو کی ستره ونده درلوده ، د سیاسی تشخص د امکان نه بی برخی کړ، بلکه د هغه په وړاندی د کورنیو او بهرنیو ځواکونو نه یوه واحده
جبهه جوړ شوه .
  د بن کانفرانس ، دوی لویی جرګی، موقتی او انتقالی حکومتونه او بالاخره اساسی قانون نوموړی جبهی ته چه د توپک سالارانو او ۳۷ بهرنیو قوتونو نه جوړ شوی وو ،  سازمانی او قانونی بنه ورکړه: په افغانانو باندی د سیاسی قواوو مصنوعی معادله د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ وتپل شو او
د نوی سیاسی نظام بنڅت وګرځید ۰ د قواوو مصنوعی معادلی د قواوو د مخکنی  طبعی معادلی ځای
ونیوو۰
  طالبانو چه ځان د بهرنیو قواوو د یرغل قربانیان ګنل ، په چتکی خپله ایله جاری ځواکونه راغوند
او د خپلی سیاسی شته والی د اثبات په موخه په قهرجنه مبارزه لاس پوری کړ ۰ دوی پدی بریالی
شول چه خپلی اړیکی له ولس سره بیرته راژوندی کړی او د مقاومت د یو ملی ځواک په توګه په
سیاسی محاسباتو کی د یو اړخ په حیث د پاملرنی وړ وګرځی .
  بالاخره عقل ، منطق او واقع بینی پر احساساتو باندی برلاسی وموند: وسله وال مقاومت له یوی
خوآ او جنګی کورنی او بهرنی ائتلاف له بلی خوآ خبرو اتروته حاضر شول.
  د دواړو جنګی اړخونو د خبرو اترو لمړی چوکات د امن راتلونکی دوهمه جرګه ده. په دغه جرګه
کی چه باید د ملګرو ملتونو( م ، م )   تر څارنی لاندی جوړه شی باید ، د جګړی بالفعل اړخونه
لکه د مقاومت د ملیشیی استازی او قوماندانان ، د دیورند کرښی د دواړو خواوو د قومونو مشران ، د افغانستان او پاکستان امنیتی او ا ستخباراتی استازی او د ایساف او ناتو قوماندانان ، ګدون ولری .
  باید  کابل حکومت او بهرنیو قواوو پوری تړلی هیڅ یو سیاسی ګوند ، تنظیم او جهادی مشر ته چه
د مقاومت د جګړی د یو اړخ په توګه نه شمیرل کیږی ،په جرګه کی د ګدون حق ور نکړی شی .
  افغانی مقاومت او د جمعیت علمای اسلامی ګوند چه د جګړی تر شأ ولاړ دی د سولی په خبرو اترو کی اغیزمن رول در لودلای شی .
که په افغانستان کی هغو دلو تپلوته چه د طالبانو سره د دشمنی په دریځ د امریکا دوستی ځانته راجلب کړی او سیاسی صحنی ته ورننوتل او خپل سیاسی تشخص د جګړی د دوام له لاری ساتلی  شی ، د امن په دوهمه جرګه کی د ګدون حق ورکړی شی ، دسولی داعیی ته به نه جبران کیدونکی
تاوان به ورسیږی .

لمړی- د خبرو اترو ستونزی:
  د خبرو اترو په وړاندی مختلفی کورنی اوباندنی ستونزی موجودی بوی :
۱ ــ کورنی ستونزی :
  د اوسنی واکمنی به د ننه او د باندی جنګی دلی تپلی په نوی جوړه شوی جبهه کی راغونده شویدی .
هغوی خپل سیاسی برخه لیک د جګړی د دوام حالت سره تړلی دی او په هیڅ وجهه باندی دیته
نه حاضریږی چه د وسله وال مقاومت سره جوړونکی خبری وشی . باید د امن په دوهمه جرګه کی
د دغو کړیو د ورانونکی لاس وهنی مخه ونیول شی . امریکا د توپک سالارانو متحد ، په دغه برخه کی د پام وړ رول لوبولی شی .
  د امن دوهمه جرګه چه باید د نوموړی دلو په غیاب جوړشی ، باید دوی ته په راتلونکی سیاسی نظام کی د قانون او شریعت په چوکات کی دسیاسی سوله ایز فعالیت تضمین ورکړی .
۲ ـ بهرنی ستونزه :
الف ـ امریکا دا ویره لری چه د وسله والو مخالفینو په بریالیتوب او په هیواد کی د دوی په بشپړه
واکمنی سره د افغانستان په سیاسی وده باندی خپل کنترول له لاسه ورکړی. امریکا د دغه چُرت تر تآثیر لاندی ده چه پر اوضاعو باندی کنترول یوازی د جنګی دلو سره په ائتلاف ، د جګړی په دوام او د وسله وال مقاومت په زپلو کی ، ساتلی شی.
  بنآ دیر احتمال لری چه امریکا د یوی غلطی سیاسی محاسبی پر بنآ خپلی ښی اړیکی له جنګ سالارانو سره وساتی او هغوی لکه پخوآ په شان د طالبانو د مقاومت په وړاندی د یوه « مقابل وزنه » په توګه لږ تر لږه د سیاست په دګر کی وکاروی .
  دلته امریکا سره موُتلفی جنګی دلو د امریکا سیاسی ستراتژی د روسانو او هندوستانیانو د ستراتژی سره نښلوی . دغه اقتضایی تکتیک په اوږد مهال کی د امریکا په ګته ندی .
ب ـ هندوستان وسله وال مقاومت د پاکستان له خوأ ګمارل شوی تحریک ګنی او هڅه کوی چه کابل
حکومت د ښی سیاسی اړیکی او اقتصادی مرستی له لاری د خپل نفوذ په حوزه کی وساتی .
  هندوستان ، د افغانستان د جګړی له لاری پاکستانی سیاست والو او مذهبی ګوندونو دافغانستان په جګړه کی د کشمیر په جبهاتو کی د جګړی د فشار د کمولو  په مقصد مصروف ساتی .
  هندوستان په افغانستان کی په یو دول نه بل دول د وسله وال مقاومت په وړاندی د امریکا ، شمالی تلوالی او نوی جوړی شوی ملی جبهی سره ګد دریځ لری.
ج ـ پاکستان د افغانستان د وروستیو لسیزو په پیښو کی جوړونکی او په ځینو مواردو کی ورانونکی
رول لوبولی دی.
  اوس مهال د کشمیر جګړه په غیر مستقیمه توګه د افغانستان به د ننه کی مطرح شوی او پاکستان د
هند سره په منازعه لګیا دی .
  پاکستان په افغانستان کی د سولی د تحقق په لاره کی کلیدی رول لوبولی شی . پدی شرط چه  د
« ستراتژیک ژورتیا » خیالات د پاکستانی جنرالانو د سر نه ورک شی او پاکستانی چارواکی افغان
وسله وال مخالفین د خپلی سیاسی مقاصدو په موخه و نکاروی.
  افغانی لوری پخپل وار باید هلی ځلی وکړی چه په سیمه کی د هغو منازعاتو نه چه پاکستان په کی ښکیل دی ځان لری وساتی .
  پاکستان دا توان لری چه د خپل سیاسی او ا ستخباراتی امکاناتو نه په ګته اخیستلو سره د افغانی مقاومت لیک د القاعدی نه جلأ کړی . د همدی مقصد د پاره باید د مذهبی ګوندونو سره او په
ځانګړی توګه د جمعیت علمای اسلامی د ګوند سره خپل دوستانه اړیکی وساتی . بر سیره پر دی باید
  د مجلس عمل سره د پاکستان حکومت اوسنی ائتلاف وساتل شی . دغه ائتلاف د دی لامل ګرځی
چه د پاکستان حکومت د مذهبی ګوندونو او د القاعدی پر اړیکو باندی کنترول ولری .
  په سیمه کی د پاکستان او افغانستان تر منځ زښته زیات ګد وجوهات شته دی چه د دواړو هیوادونو تر منځ د تلپاتی دوستی بنڅت ګرځیدلی شی .
دوهم ـ د خبرو اترو اجندأ:
  د سولی خبری اتری ممکن څو پلاونه ولری:
یو ـ د خبرو اترو لمړی پلاو :
  د خبرو اترو د پیل اجندا باید په هغو موضوعاتو باندی ځانګړی شی چه د باور فضأ په جوړولوکی
اغیزمن رول ولری . د هغی جملی څخه :
۱ ـ اوربند او د هغه د څارنی د پاره د جرګی د برخه والونه یو ګد کمسیون تاکل . ( څارنی دنده  م ، م
نظامی پرسونل ته هم سپارلی شو ) .
  د اوربند بند او بست اهمیت په دی کی دی چه د هغو ورانونکو نظامی عملیاتو مخه نیسی  چه د جګړی اړخونه د هغو له لاری د خبرو اترو په بهیر کی د امتیاز د ترلاسه کولو په مقصد فشار اچوی.
  م ، م د سپتامبر ۲۱ نیته د سولی ورځ اعلان کړیدی . کولای شو چه دغه نیتی ته د اوربند د پیل په حیث هرکلی ووایو .
۲ ـ د کابل حکومت د سولی د داعیی په اړوند د خپل صداقت او حسن نیت د اثبات په نیت باید د طالبانو یو شمیر زندانیان خوشی کړی . د زندانیانو پاتی برخه د خبرو اترو د بهیر په دوام کی خوشی
کیږی .
۳ ـ باید په مطبوعات او مدیا کی مخکنیو ترمینولوژی ګانی ( یاغیان ، ترورستان ...) چه د وسله وال مقاومت په پته ، حواله کیدلی ، د نوی اصطلاحاتو سره چه د سولی او پخلاینی جذبات منعکسوی ، بدلی شی .
دوه ـ د خبرو اترو دوهم پلاو :
  دغه پلاو په ستوزمنو موضوعاتو باندی ځانګړی کیږی . د هغی جملی څخه :
۱ ـ  موجوده او راتلونکی نظام :
  په افغانستان کی موجوده نظام د بن د کانفرانس نه وروسته مطرح شو . ایساف او ناتو د نوی نظام
د ملاتړ په موخه د م ، م په تجویز د تروریزم سره د مبارزی تر پلمی لاندی به افغانستان باندی برید وکړ.
  د یادولو وړ دی چه م ، م  نړیوال نظامی ائتلاف ته په افغانستان کی د تروریزم له منځه وړلو دنده
ورسپارلی وه ، نه د طالبانو د واکمنی ړنګول .
  امریکا د اصولو د تیروتنی یعنی د  م ، م د پریکړی نه به د باندی د یو پخپل سر اقدام په ترڅ کی ،
د طالبانو واکمنی ته چه د افغانستان په سلو کی نوی خاوره تر خپل ولکی لاندی راوستی وه او په
واقعیت کی په « دوفکتو » دول مشروع بنه غوره کړی وه ، لنګ کړ .
  اوسنی حکومت چه د بهرنیو قواوو له خوأ ساتل کیږی او دغه قوأ د حکومت د ساتلو د پاره تر ابده پوری په افغانستان کی پاتی کیدای نشی، پدی چه هرومرو وسله وال مقاومت موجوده نظام او د هغه اساسی قانون د خبرو اترو د پیل نه مخکی د یو شرط په توګه ومنی ، باید تینګار ونکړی .
  اساسی قانون او دهغه رازیږیدل شوی نظام د طالبانو د حاکمیت په غیاب د بهرنیو قواوو تر واکمنی
لاندی تنظیم شویدی .
  د قواوو د معادلی د نوی فورمول پر بنست باندی چه د مقاومت د ګدون په اساس د امن دوهمه
جرګه تمثیلوی، باید د طالبانو د مقاومت اعتدالی او مشروع غوښتنی د اساسی قانون او سیاسی نظام د تعدیل په اړوند ، ومنل شی .
  د سولی خبری اتری هغه وخت عملی بنه غوره کولای شی ، چه تولو هغو توپک والاوو چه
خپله سیاسی برخه لیک د اوسنی نظام او بهرنیو قواوو شته والی سره تړی ، او د خبرو اترو مخی
ته ستونزه ایجادوی ، توطئه شنده کړای شی .
  امریکا چه د افغانی توپک سالارانو موٌتلف هیواد دی ، په جګړه مارانو باندی په کافی اندازه نفوذ لری او کولای شی د سیاسی او اَن د نظامی امکاناتو له لاری د جنګی  دلو، سولی ضد توطئه شند کړی .
  په هر حال ‌‌إ افغان ولسمشر د سولی د داعیی د پلی کولو په مقصد باید خپل استعفأ د امن دوهمی
جرګی ته وړاندی کړی او لاره د نوی اساسی قانون او نوی نظام د جوړیدو د پاره هواره کړی.
  د اوسنی حکومت ترمیم د مقاومت د استازی د ګدون په نیت د پروبلم د حل لاره نده . دلیل یی هم
دا دی چه د توپک سالارانو په « فدراسیون » کی نوی غړی زیاتیږی ، د حکومت به د ننه سیاسی تجانس لا زیاتی له منځه ځی او اوسنی حکومت پوری تړلی جنګی جنایت کارانو سیاسی پناګاه او
مصئونیت تر لاسه کوی .
  د امن په دوهمه جرګه کی باید د جګړی دواړو خواوی پدی باندی ژمنه وکړی چه په راتلونکی
نظام کی :
  ــ  د بشر او د ښځو حقونو اصول تر هغه ځایه پوری چه د افغانی دود او د اسلام د احکامو سره
سمونوالی ولری ، خوندی وساتل شی .
  ــ  د دیموکراسی لاس ته راوړنی تر هغه حده پوری چه د هضم وړ وی او د دولت اتوریته ته تاوان
ونرسوی ، خوندی پاتی شی .
  ــ  د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره مخکنی کمزوری هلی ځلی ، چتکی شی .
۲ ـ  د نوی نظام دنده :
  د ولسمشر د استعفأ نه وروسته د جګړی دواړو خواوو د یوه نوی موقتی حکومت د جوړیدو د پاره توافق کوی .
  نوموړی حکومت باید د ناپیلو ، خپلواکو او ملی اشخاصو څخه جوړ شی . په هغه کی باید د جنګی
دلو سره تړلی هیڅ یو متنازع فیه سیاسی شخصیت غړیتوب ونلری .
  موقتی حکومت د ۲ کلو په بهیر کی لاندنی دندی سر ته رسوی :
  ــ  د نړیوالی تولنی په مرسته ، کورنی امنیتی میکانیزم ته چتک والی ورکول .
  ــ  د بهرنیو قواوو د تدریجی وتلو په مقصد یو تقسیم اوقات جوړول .
  ــ  نوی اساسی قانون تنظیمول .
  ــ دودیزه لویه جرګه د اساسی قانون د تصویب په موخه رابلل .
  تر هغه وخته پوری چه نوی اساسی قانون جوړیږی ، چاری د اوسنی اساسی قانون د هغو احکامو
په بنست باندی تر سره کیږی چه د نوو شرایطو سره سمونوالی ولری او د امن په دوهمه جرګه کی
ورباندی توافق شوی وی .
۳  ـ  امنیت او د بهرنیو ځواکونو د حضور پرابلم :
  داسی ګومان نکیږی چه ملی امنیتی اورګانونه په چتکی دومره وده وکړی چه موږ په امنیتی لحاظ
په بشپړه توګه په خپل امکاناتو متکی شو .
  د امنیت الترنتیفونو محتوأ هر څه چه وی د اجندا په سر کی باید د جنګی دلو او خصوصی کمپنی
ګانو بی وسلی کول ځای ولری .
  د امنیت د تأمین په اړه ۲ الترنتیفونه مطرح کیدای شی :
  ــ  د افغانستان په سهیلی سیمو کی د موسی قلعه د تجربی پراختیا.
  پدغه برخه کی باید د بهرنیو ځواکونو د لند مهال حضور نه ګته پورته شی : بهرنیو قواوو تر هغه وخته پوری چه د امن په جرګه کی د یو توافق په اساس په افغانستان کی پاتی کیږی باید د جګړی په
ځای د مقاومت ملیشیو ، قومی مشرانو او خلکو په مرسته د امنیت د تأمین په مقصد وکارول شی : په جنوبی سیمو کی باید د نوی حکومت د امنیتی پرسونلو او د مقاومت د ملیشیو له خوأ ګدی
امنیتی کمیتی جوړی شی .
  امنیتی کمیتی لمړی د بهرنیو قواوو او د دغه قواوو د وتلو نه وروسته د  م ، م د سولی قواوو تر څارنی لاندی فعالیت کوی . ( د م ، م  د سولی د قواوو په اړه ورپسی بحث به شی ) .
  د امنیت د نوموړی پروسی د بریالیتوب په موخه باید په افغانستان کی میشته بهرنیو قواوو د خپل نظامی تحرکاتو استقامت ، شمالی سیموته پراخ کړی .
  ګد امنیتی کمیتی د بهرنیو قواوو په مرسته باید د افغانستان شمالی پلی تر کلکی څارنی لاندی
ونیسی تر څو چه هغی لوژستیکی او اکمالاتی لاری بندی شی چه افغانی جنګی دلو ، بهرنیو هیوادونو سره تړی .
  د موسی قلعه د تجربی د پراختیأ شرطونه دا دی چه :
  ــ  د مقاومت ملیشی د هغه حکومت په ملاتړ وفادار پاتی شی چه د امن په دوهمه جرګه کی د جګړی د اړخونو د توافق پر بنست باندی مخکی جوړیږی .
  ــ د مقاومت ملیشیی خپلو لیکو د القاعدی د فعالینو او د ګاوندی هیوادونو د ګمارل شوی کسانو نه
تصفیه کړی .
  کله چه په تول افغانستان کی امنیتی ګدی کمیتی او ملی فوج په اوضاعو باندی واکمن شولی ،
بهرنیو قواوو حضور ته اړتیا له منځه ځی .
آلبته په لمړی پلاو کی  د افغانستان د سهیلی سیمو نه پرته ، په نورو سیمو کی د نوی حکومت امنیتی پرسونل د م ، م د قواوو په مرسته د امنیت دنده په غاړه نیسی .
  ــ  د امنیت د تأمین په موخه دوهم الترنتیف ، چه د امن دوهمه جرګه ورباندی غږیدلی شی په تول
افغانستان کی د  م ، م د سولی ځواکونو استقرار دی .
  دغه قوأ چه باید اسلامی هیوادونو په کی ونده ولری ، د اوسنی نړیوال نظامی ائتلاف ځای نیسی،
او د هغه حکومت ملاتړ کوی چه د امن په دوهمه جرګه کی په جوړیدو یی توافق شوی وو .
  د  م ، م د سولی قواوو تر هغه وخته پوری په افغانستان کی پاتی کیږی چه افغان امنیتی ، ملی
اورګانونه د امنیت د تأمین په موخه وړتیا راپیدا کړی .

                                       نتیجه 
الف ـ د افغانستان د اوسنی معضلی د حل کلید د افغان ولسمشر په لاس کی ده. نوموړی د وطن او خلکو په خاطر د یو زړور اقدام په ترڅ کی کولای شی د خپل استعفأ له لاری  ځان د جنګی دلو د اسارت نه خلاص او د نوی سیاسی فصل په پرانیستلو کی جګړی ته د پای تکی کیږدی.           
ب ـ د بهرنیو هیوادونو او  د هغی جملی  څخه پاکستان او امریکا د افغانستان د اوسنی ناورین په ختمیدو کی ستر رول لوبولی شی .
  په عمومی دول سره بهرنی هیوادونه باید :
  ــ  په راتلونکی سیاسی پروسه کی خپل لنګر د افغانستان د ملی حاکمیت په تینګیدو کی په کار واچوی .
  ــ  د یو لاس پوڅی حکومت د جوړیدو شیطانی مفکوره په هغو هدیرو کی خشه کړی چه د افغانی
آزادی غوښتونکو له طرفه مخکی کیندل شوی ده .
  ــ  یوه دله د بلی دلی په وړاندی استعمال ونکړی .
  ــ  د ملی امنیتی اورګانونود چتکی ودی له لاری د افغانانو سره د یو مرکزی ، پیاوړی حکومت په
جوړولو کی مرسته وکړی .
  ــ  مخکی له دی نه چه د امن په دوهمه جرګه کی د توافق شوی ناپییلی، ملی حکومت په جوړیدو کی پریکړه کیږی ، باید په جنګی جنایت د تورنو کسانو لیست د بشر د حقونو د یو نړیوال سازمان له
خوأ اعلام شی ، تر حو چه په حکومت کی د تورن کسانو د غړیتوب مخه ونیوړ شی .
  ــ  افغانستان په سیمه کی د جګړی د پراختیا په مرکز بدل شویدی .
  یو مرکزی ، پیاوړی ، ملی حکومت کولی شی چه د یو با اندوله بهرنی سیاست پر بنڅت باندی،
هیواد په سیمه کی د سیاسی ثبات ،سولی او اقتصادی پرمختیا په یو ستر محور بدل کړی. « پای »