بغلان کې د طالبانو ولسوال له شل نورو ملګرو سره ووژل شو.

بغلان کې د طالبانو ولسوال له شل نورو ملګرو سره ووژل شو.


  • 5 مياشتي دمخه (22/05/2021)
  • خالد سهار
  • 227

افغان چارواکي وایي، په بغلان ولایت کې یې د وسله‌والو طالبانو ولسوال له شل نورو جنګالیو ملګرو سره وژلی.  

ګډو افغان ځواکونو تېره شپه د هوایي ځواک په مرسته د بغلان ولایت د ګذرګاه نور، جلګه او بغلان جدید ولسوالیو اړوندو سیمو کې یو لړ ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

د ملي دفاع وزارت له‌لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د ګذرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال "قاري امرالله" په ګډون ۲۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل‌شوي او ۲۲ تنه نور یې ټپيان‌شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې په ورته وخت کې د یادې ډلې زیات شمېر وسلې، مهمات، قرارګاه او وسایط هم له‌منځه وړل شوي دي.

بل لورته بیا وسله‌والو طالبانو د دغو بریدونو او د ور اوښتو تلفاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي. 

ملي دفاع وزارت داسې مهال دا خبر خپروي، چې دمخه یې په یوه بله خبر پاڼه کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د نږدې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو د وژلو، ۴۸ تنو د ټپي کېدو او دوه نورو هغو د نیولو خبر ورکړی و.