غني: افغانستان ویتنام نه ‌دی چې سقوط وکړي

غني: افغانستان ویتنام نه ‌دی چې سقوط وکړي


  • 4 مياشتي دمخه (22/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 134

ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي په زور واک ته رسیدل یو خوب دی او یو ځل بیا یې د افغانستان د ستونزې حل سیاسی منطق بللی دی.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې طالبان نه شي کولای د زور له لارې خپل هدف ته ورسیږي او د هغوي له خوا یې د حکومت د سقوط خبره هم بابیزه وبلله.

ولسمشر د ناټو وروستي دریځ ته په اشارې وویل چې دا ټولو ته نوی فرصت برابروي څو یو ځل بیا دې پریکړې ته ورسیږي چې زور د حل لار نه ده.

ولسمشر په دغه مرکه کې په ټینګار سره ویلي چې افغانستان ویتنام نه دی او نه هم حکومت سقوط کوي او په دې تړاو د طالبانو خبره بې ځایه ده.