سرور احمد زی مطبوعا تي خبر


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سرور احمد زیمطبوعا تي دفتر
  • 212

سرور احمد زی

د جمهوري ریاست کاندید ۱۳۸۸ کال

 

د افغانستان د ولسمشری لپاره د پخواني احتمالي کاندیدی علی احمد جلالی د کمپاین د مختلفو ولایاتو او زونونو مشرانو خپل ملاتړ د سرور احمدزی څخه اعلان کړ .

علی احمد جلالی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو لپاره غوره کاندید بلل کیده مختلفو قومی مشرانو، روڼ اندو او دینی علماوو ملاتړ کړی و، وروسته تر هغه چې علي احمد جلالي د خپل کاندیدۍ نه لاس په سر شو د هغه ملاتړو خپل بشپړ ملاتړ له سرور احمد زی څخه اعلان کړ د ملاتړ کوونکو له ډلې څخه ښاغلی ورور صاحب چې د جلالي د کمپاین د سویلی ولایاتو مسوؤل و خپل ملاتړ د سرور احمد زی څخه اعلان او هغه یی یو ځوان، با جراته، متحرک او پاک انسان وباله او دی یی د ملت د نوي مشرتابه وړ وباله.

همدا رنګه حاجی صاحب نیکامیرچې په خوست کې د جلالي د کمپاین مسول و د خپلې ډلې سره د سرور احمد زي د ملاتړ اعلان وکړ. د هغه وړتيا او د افغانستان لپاره يې د هغه پروګرامونه تایید کړل. همدا راز د جلالی صاحب کمپاین دځوا نا نو یو متحرک ټولګی (ویښ زلمیان)هم د سرور احمد زی د کمپا ین سره یو ځا ی شول او خپل ملاتړیی اعلان کړ.

 

 

مطبوعاتی دفتر

سروراحمد زی

د ۱۳۸۸ د ولسمشری کاندید