د قطري او له ط. الب چارواکو ترمنځ ناسته؛ له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو ټینګار شوی

د قطري او له ط. الب چارواکو ترمنځ ناسته؛ له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو ټینګار شوی


  • 2 مياشتي دمخه (28/09/2021)
  • خالد سهار
  • 144

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ښاغلي مطلق القحطاني د ط. البانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې او له نړۍ سره یې د افغانستان پر ښو اړیکو بحث کړی دی.

د ط. البانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د دې لیدنې پر مهال تر ډېره له افغانستان سره د نړۍ پر ښو اړیکو بحث شوی دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې ورته مهال نورو هېوادونو ته د افغان مسافرو پر ازادانه تګ راتګ هم خبرې شوې دي. 

د سرچینې په خبره، چې ط. الب چارواکي په بېلا بېلو برخو کې د قطر هېواد له هڅو مننه کړې او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.

باید یاده شي، چې پر افغانستان د ط. البانو له واکمني شااوخوا یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې هم د رسمیت پېژندلو اراده کړې ده. 

خو په وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپلې یوې مرکه کې ویلي، چې که چېرته ط. البان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو ښایي امریکا یې ژر په رسمیت وپېژني.