د ځمکو وزارت دولس تنه کارکونکي د فساد په تور ونیول شول.

د ځمکو وزارت دولس تنه کارکونکي د فساد په تور ونیول شول.


  • 5 مياشتي دمخه (20/02/2021)
  • خالد سهار
  • 194

 

 

د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت دوه ستر مقامونه او لس کارکوونکي د اختلاس په تړاو ونیول.

 

د کورنیو جارو وزارت وایي، د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نن له غرمې مخکې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ۱۲ تنه کارکوونکي د اختلاس او همدا راز له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.

 

دغه وزارت زیاته کړې، چې د پولیسو د کشفي او اوپراتیفي موندنو له مخې، نیول شویو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې میلیونونه افغانۍ حیف او میل کړې دي.