د خبریالانو او بشري فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوي

د خبریالانو او بشري فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوي


  • 8 مياشتي دمخه (15/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 365

د ملګروملتونو سازمان په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیل وروسته په افغانستان کې د خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو د هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده.

یوناما په خپل رپوټ کې ویلي چې د خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو د هدفي وژنو شمیر د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال تر جنوري پورې موده کې ثبت شوې.

د یاد رپوټ له مخې په همدې موده کې په افغانستان کې ۶۵ خبریالان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي چې له ډلې یې ۳۲ تنه د بشري حقونو فعالان او ۳۳ نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي.

یوناما ویلي چې د خبرو اترو له پیل وروسته په افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي چې پړه یې هم چا نه ده منلې او دغې چارې د خلکو ترمنځ د ویرې فضا خوره کړې ده.

د یوناما د رپوټ پر اساس همدا چاره لامل شوې چې یو شمیر خبریالان او د بشري حقونو فعالان خپل کار سانسور کړي او یا هم خپلې دندې پریږدي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.