په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ١٠٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ١٠٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


  • 1 کال دمخه (26/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 581

د عامې روغتيا وزارت وايى، په تېرو څلرويشت ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ١٠٤ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ٤ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى، چې له دې سره په هېواد کې د کوېډ ١٩ مثبتو پېښو شمېر ٤٠ زره او ٩٣٧ تنو او د مړه شويو شمېر ١ زر او ٥١٨ تنو ته رسېږي.

دغو مثبتو پېښو کې ٤١ په هرات، ١٩ په کابل، ١٧ په غزني، ٩ په کندهار، ٧ په تخار، ٧ په کندوز کې  او څلور نورې يې په نورو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتپا وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ څخه ٢١ تنه رغېدلي، چې لدې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ٣٤ زره او ١٥٠ تنو ته رسېدلى دى.