افغانان به تلپاتې او با عزته سولې ته ورسیږي

افغانان به تلپاتې او با عزته سولې ته ورسیږي


  • 5 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 252

ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې ۳۲ کلیزې په مناسبت ویډیويي پیغام کې ویلي چې افغانان به تلپاتې او باعزته سولې ته ورسیږي.

ولسمشر غني په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د افغانستان مسلمان ملت د برحقه جهاد په نتیجه کې د وخت تر ټولو لوی او قوتدرتمن پوځ د ګران هیواد له پاکې خاورې بهر کړ او په دې سره د نړۍ یو زبرځواک په افغانستان کې خپله ماتې ومنله او ۹ کلن اشغال یې پای ته ورسید.

ولسمشر وايي، اوس هم د افغانستان د جګړې ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره فرصت پیدا شوی او له تېرو ترخو تجربو په زده کړې ټول افغانان باید په خپل یووالي سره په افغانستان کې تلپاتې سوله یقیني کړي.

هغه تېرو کورنیو جګړو ته په اشارې ویلي چې د شوري لښکرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد هدف د یو اسلامي نظام رامنځته کول وو خو د ده په وینا؛ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو غیر مسوولانه وتل د کورنیو جګړو لامل شو.