د ټپي له هویت ثبتولو پرته درملنه جرم دی

د ټپي له هویت ثبتولو پرته درملنه جرم دی


  • 8 مياشتي دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 273

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي که کوم روغتون یا روغتیايي کارکوونکی د هویت له ثبتولو پرته د کوم ټپي درملنه وکړي نوموړی د جرم شریک او مجرم دی.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح دغخ څرګندونې نن سهار د شپږ نیمو بجو غونډه کې وکړې او وویل روغتونونه باید ټولې پیښې او د جرم قضیې ثبت کړي او دغه راز مجبور دي چې یادې قضیې له اړوندو چارواکو سره هم شریکې کړي.

صالح خبرداری ورکړ که کوم روغتون یادو مواردو ته پاملرنه ونه کړي له جدي چلند سره به مخ شي.

نوموړي دغه راز په سروبي ولسوالۍ کې د ملګروملتونو پر موټریز کاروان برید غندلی او ویلي یې دي چې طالبان ددې او نورو جرمونو په ترسره کولو سره د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د خپلو جرمونو قضیه نوره هم لویوي.