ولسمشر غني: له ټاکنو پرته هیچاته واک نه ورکوم

ولسمشر غني: له ټاکنو پرته هیچاته واک نه ورکوم


  • 1 کال دمخه (30/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 862

 په افغانستان کې پیل شوې جګړه لسیزو ته وغځېدله او اوس د افغانانو ستره هیله داد، چې پاتې ژوند په امن کې تېر کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی او نړیوال دې په دې برخه کې، خپله همکاري نوره هم ډېره کړي.

نوموړي د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړې کېدل یو مهم کار بللی او زیاته کړې یې ده، چې د سیمې هېوادوونه کولای شي، چې دافغان سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي او پر طالبانو فشارونه زیات کړي، ترڅو دا ډله نور د جګړې پر ځای خبرو ته کیني.

ولسمشر غني دغه راز هیله څرګنده کړې، چې د اسیا زړه کنفرانس به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي او په یاده برخه کې یې د تاجکستان له ولسمشر مننه کړې.

باید یاده شي، چې په دې کنفرانس کې د تاجکستان ولسمشر د خپلې وینا پرمهال له افغانستان سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې لاغښتلې کړي.