بلخ کې د ۵۶ وسله والو طالبانو وژل کیدل

بلخ کې د ۵۶ وسله والو طالبانو وژل کیدل


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 895

ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي افغان ځواکونو دغه عملیات د یادې ولسوالۍ په اق تیپې او ګور تیپې کلیو کې ترسره کړي چې له امله یې یاد شمیر وسله وال طالبان وژل شوي او زیاتوي چې په وژل شویو کې د طالبانو لوړپوړي قواماندانان هم شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې ددغو عملیاتو په لړ کې د طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي او د مهماتو یوه ډیپو یې له منځه وړل شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.