کابل ته د هند د کرونا واکسین مرستي رسیدل

کابل ته د هند د کرونا واکسین مرستي رسیدل


  • 5 مياشتي دمخه (07/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 212

د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شوي کرونا ضد واکسین لومړۍ جوپه نن کابل ته را ورسیده.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي د هند د ۵۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین له را رسیدو سره به په هیواد کې ۲۵۰ زره کسان پرې واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین دغه راز وایي چې د هند جوړ شوی واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی چې په وینا یې تر تایید پورې به یې په ځانګړو مرکزونو کې وساتل شي.

مسوولین دغه راز وایي چې یاد واکسین به تر یوې اونۍ یا لسو ورځو پورې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید او له هغې وروسته به یې د پلي کیدو چاره پیل شي.

د شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ټول ۵۵ زره کسان پر کرونا وېروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ زيات کسان ترې مړه شوي دي.