ژباړه او خیانت د خدمت په نامه پر پښتو او پښتنو ملنډې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجب منلی
  • 416

 


د «بغاوت» تر سرلیک لاندې، یو کتاب ګوتو ته راغی، چې پر پوښتۍ یې ورته ناول لیکلی او داسې ښکاري چې د کوم ناپېژندویه لیکوال «ویکټر هوګو» اثر ښاغلي صدیق الله سمسور پښتو ته ژباړلی وي. ټول متن ۱۸۶ مخه دی چې شاوخوا دېرش زره کلمې کېږي. که دغو دوو ستونزو ورتېر شو چې  ژباړونکی د خپل لهجوي عادت سره سم د نارینه دریم شخص له پاره هم «ده» کاروي او ځینې اصطلاحات له ځانه جوړوي، د کتاب ژبه نسبتاٌ روانه ده یانې ژباړونکی، که لږ ریاضت وکړي، د ښې لیکوالۍ پوره تومنه لري.
«ویکټر هوګو» زه نه پېژنم. زه د فرانسوي لیکوال «ویکتور هوګو» له اثارو سره څه نا څه اشنا یم خو په دې نامه یا دې ته ورته نامه مې د هغه په اثارو کې کوم ناول فکر ته نه راته. د کتاب محتوا د ویکتور هوګو یوې ډرامې (تیاتري نندارې) «روي بلاس Ruy Blas» ته ډېره ورته وه. خو د کتاب پر پوښتۍ لیکلو (بغاوت، ناول، لیکوال: ویکټر هوګو، ژباړن: صدیق الله سمسور) دې ته اړ ایستلم چې د هوګو په اثارو کې دغه ناول و پلټم. شک را پیدا شو چې کېدای شي هوګو به  د «روي بلاس» نندارې تر لیکلو مخکې کوم ازمېښتي متن لیکلی وي او زه به ترې نه یم خبر. د فېسبوک له ملګرو مې مرسته و غوښته. د بارکوال میاخېل دې کور ودان وي چې را ته یې وویل چې په ایران کې دا کتاب د «عصیان» په نامه ژباړل شوی دی خو هغه یې انګرېزي نوم نه وو میندلی. «عصیان» مې وکوت. او په ایراني انټرنېټي منابعو کې مې لږه پلټنه وکړه.
د هوګو «روي بلاس» په ایران کې د «ري بلاس» په نامه د «محمد لوي عباسي» له خوا فارسي ته اړول شوی (ما یې تر ټولو پخوانی چاپ د ۱۳۳۴ کال – بنگاه مطبوعاتی کوتنرگ - ومانه). فارسي متن ته لیکل شوي : «ترجمه و نګارش». له دې یادونې حخه دا خبره اخیستای شو چې ژباړن په متن کې پوره لاسوهنه کړې ده. د همدې اثر یو بله ژباړه دکتر حمید عنایت بخش کړې ده چې د لومړي ځل له پاره په ۱۳۶۲ کال کې، د شفق له خوا چاپ شوی، او څو واره وروسته بیا هم خپور شوی دی. دکتر حمید عنایت خپل کار «ترجمه» نومولې ده، خو په اصل کې یې د ویکتور هوګو شهکار ننداره په یو ډول بې خونده ناول بدله کړې ده. یو ایراني سایټ یې په هکله وایي : « بد بود خيلي سطحي و ساده بود عين داستان كودكان مي مونه يك جورايي نه پيچش خاصي نه خلاقيتي ....» خو بیا هم ډاکټر حمید عنایت سپين سترګي تر دې حده نه ده رسولې چې پر کتاب د رومان یا ناول سټیکر ولګوي.
زموږ پښتانه ژباړن همدغه ایراني متن راخیستی، پرته له دې چې په کره او ناکره پسې یې وګرزي، پښتو کړی یې دي. خو په لار کې یې د ایراني ژباړونکي نوم، د ایراني کتاب پېژند پاڼه او تر ټولو مهم، د هوګو په اړه د ایراني «ژب – اړوونکي» سریزه هم تروړلې ده. ژباړه یې هم نا دقیقه او تقریبي ده. 
دلته، د ادبي سرقت د ناوړه عمل تر څنګ، څو نورې خبرې هم مطرح کېږي چې لږ ځیرکېدل به ورته بې ځایه نه وي.
۱ – دا یوه خورا زړه، منل شوې مقوله ده چې Il traduttore, tradittore! یانې ژباړونکی خاین دی. هر څوک، که هر څومره ماهر ژباړن او لیکوال هم وي، چې ژباړې ته زړه ښه کوي دا به یې منلې وي چې له خپلې ټولې امانتدارۍ سره سره به له اصل متن سره په پراخ مټ خیانت کوي، نه به هغه ښکلا دویمې ژبې ته لېږدولای شي، نه به د کلماتو له پاره دقیق انډولونه موندلای شي او نه خو به په ډاډ سره د مفهوم د لېږدولو تضمین کولای شي. دا یې هغه تر ټولو ښه، دقیقه او علمي ژباړه ده.
کله چې ژباړڼ و پتېیله چې متن ته وفاداري ورته اهمیت نه لري نو بیا خو د اړول شوي متن او اصل متن تر منځ نېږدې والی یوازې د موضوع تر حده محدود پاتې کېږي. اوس که څوک راځي او همدغه اصل پر دوهم (اړول شوي) متن هم تطبیق کړي نو د دریم متن او اصل متن تر منځ ورته والی به یوازې یو تصادف وي. دغه دریم اثر د ژباړې په نامه خپرول په حقیقت کې د لوستونکي غولول دي. په دې منځ کې که د دویم متن له وجود څخه کورټ انکار وشي نو په حقیقت کې د غلا مال مسخ کول او بیا یې د اصیل مال په نامه پلورل دي چې هېڅ ډول عملي او اخلاقي توجیه ورته نه شي میندل کېدای.
۲ – موږ دا منو چې پښتو باید له نور و ژبو څخه ډېر څه واخلي او ژباړه د وخت اړتیا بولو. اوس نو باید پر دې فکر وشي چې څه شی ژباړل کېږي، له کو ځایه ژباړل کېږي او څوک یې د چا له پاره ژباړي. که یو د سافټ ویر انجنیر د یو سافټ په اړه په انګرېزي لیکل شوی متن چې لومړی ځل یو انجنیر پارسي ته ژباړلی وي، پښتو کوي، ممکنه ده چې نوي په سلو کې د استفادې وړ وي. که یو انجنیر یو سیاسي متن له دویمې ژبې ژباړي، په دې شرط چې د وخت له سیاست سره اشنایي ولري، بیا هم کېدای شي د عامو وګړو له پاره ډېر زیات تاوان و نه لري خو څېړونکی نه شي کولای پر دغه ډول ژباړل شوي متن استناد وکړي. اوس نو که یو ادبي متن له دویمې ژبې څخه ژباړل کېږي؛ که ژباړن پوره کمال هم وکړي ایله به کیسه (نرېشن) ولېږدوي د ادبي اثر اصالت په دې معامله کې تقریباً ورکېږي.
۳ – کله د ضرورت له مخې دې ته اړتیا پدا کېږي چې یو ادبي متن له دویمې ژبې دریمې ته وژباړل شي. د بېلګې په ټوګه کېدای شي چې له چینایي څخه پښتو ته ژباړه د وړ ژباړن د نشتوالي له امله ناشونې وي. بیا نو د دویمې ژبې انتخاب او په دې ژبې کې د وړ ژباړن انتخاب ډېره مهمه چاره ده. د دریمې ژبې ژباړونکی باید پوه وي چې څنګه له دغې بوختې ځان وباسي (دا علمي، ادبي، ژبنی او تخنیکي وړتیا ولري چې د دویمې ژبې د متن کره کتنه وکړي).
۴ – د پښتنو له پاره، د ایراني او پاکستاني منابعو له لاري ځان نړۍوال ادب ته رسول په حقیقت کې د ایراني او پاکستاني فرهنګي یرغل تاداوونه پخول او د پښتنو له پاره فرهنګي ځانوژل  دي. که همدغه د ویکتور هوګو روي بلاس ته تم شو. فکر وکړئ چې یو افغان محصل په کوم نړۍوال مجلس کې د هوګو د بغاوت په نامه ناول ته اشاره وکړي. په هغه ټولنه کې به نورو ته څومره ناپوهه ، بې فرهنګه، او بې مالوماتو ښکاره شي؟ ایرانیان دا ستونزه ځکه زموږ په کچه نه لري چې کېدای شي ایراني «دانشجو» دوه یا درې ورته ژباړې ليدلې وي او ځان یې په خبره رسولی وي. یوازې هغه اثار باید له ایرانۍ پارسي او اردو څخه پښتو ته وژباړل شي چې ایرانی او پاکستاني یا هندي اردو ژبیو لیکوالو پنځولي وي که نه نو حال به مو همدا وي چې د روي پلاس پر ځای به پر ایراني «عصیان» شخوند وهو.
له دې لیکنې حخه زما مقصد د «بغاوت» په نامه د یو ناول ارزونه نه ده. که د هوګو وي، که نه وي، که ارزښت ولري که و نه لري، دا اوس د پښتو ادبیاتو یوه برخه ده او په همدې حیثیت باید تر کره کتنې لاندې ونیول شي. دلته زما موخه د هغو درنو لیکوالو توجه دې ټکي ته را بلل دي چې که موږ پر پردیو ژویل شویو او حتی هضم شویو موادو شخوند ووهو نو هېڅکله به د پرمختګ پر لار ورسم نه شو. تر هغې ژباړې چې له دویمې یا دریمې ژبې، پرته له دقیقې ارزونې او انتقادي کره کتنې، کېږي، دا ښه ده چې هغه اثر د پښتنو له سترګو پټ پاتې شي.
زه ناپوهي تر حماقت غوره بولم.