د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۴۱ طالبان وژل شوي.

د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۴۱ طالبان وژل شوي.


  • 7 مياشتي دمخه (07/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 179

د ملي دفاع وزارت په څو بېلابېلو خبرپاڼو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ۴۱ طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په ننګرهار، فراه، کندهار، نیمروز او ارزګان ولایتونو کې ۴۱ طالبان وژل شوي.

 ملي دفاع وزارت همدارنګه په یادو عملیاتو کې له طالبانو څخه د ګڼ شمېر سیمو د پاکولو، د دوی له طرفه د ځاي پر ځای شویو ماینونو د کشف او د ګڼ شمېر نورو وسلو او مهماتو د له منځه تلو خبر ورکوي.

په ورستیو کې هېواد په ډېرو ولایتونو کې جګړه په داسې حال کې شدت پیدا کوي، چې په دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی تل طالبانو خبرو ته په نه حاضرېدو ګرموي او وايي، چې طالبان د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي.