ننګرهار کې د وسله والو طالبانو برید د پنځه تنه امنیتي سرتېرو ژوند اخیستی دی.

ننګرهار کې د وسله والو طالبانو برید د پنځه تنه امنیتي سرتېرو ژوند اخیستی دی.


  • 11 مياشتي دمخه (04/02/2021)
  • خالد سهار
  • 307

ننګرهار کې پنځه امنیتي سرتېرو خپل ژوند بایللی دی.

 

د ننګرهار ولایت چاراوکي وایي، چې ددې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې پنځه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

 

چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅون والو پر پوستو برید کړی دی.

 

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت د سپین غر ولسوالۍ د مومندرې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

نوموړي ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

 

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر دې مهاله په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی. 

 

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي وو، چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د خلکو د سر او مال خوندیتوب په موخه عملیات پیل کړي دي.

 

د رسنیو دفتر زیاته کړې وه، چې ددغو عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو ۲۵ کړۍ ماینونه ترلاسه او خنثی کړي دي.

سرچینې ویلي وو، چې ګن شمېر سیمې پاکې شوې او ځواکونو د لا پرمختګ په حال کې دي.