ننګرهار کې لیمو نږدې شپږ سوه زره ټنه حاصل ورکړی.

ننګرهار کې لیمو نږدې شپږ سوه زره ټنه حاصل ورکړی.


  • 6 مياشتي دمخه (24/01/2021)
  • خالد سهار
  • 210

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبر پاڼې له مخې، چې په یاد ولایت کې سږ کال د لیمو په حاصلاتو کې سل ټنه زیاتوالی راغلی دی، چې پنځه زره او نهه سوه ټنه حاصل یې ورکړی دی.

 

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د جلال اباد ښار په ګډون په کوز کونړ، کامې، دره نور، ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، بټي کوټ، چپرهار، روداتو، بهسودو، سره رود، خوږياڼو او کوټ ولسواليو کې د ليمو نوي باغونه جوړ شوي، چې په دوه زره او پينځه سوه جریبه ځمکه کې د لیمو باغونه شتون لري.

 

د یادونې وړه ده،  چې ننګرهار ولایت د مديتراني ابُ هوا لرونکی دی او په دې وروستیو کې یې د ستروسو کورنۍ ښه حاصلات ورکړي دي، د دې ولايت نارنج، مالټه، ليمو او اړوند نور حاصلات ښه بازارونه لري.