ايراني مشرتابه ته!


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 273

ښاغليه تاسو به هم البته چې خبر ياست چې ستاسو سفير په کابل کې د ټاکنو د درغلۍ په اړه خپل خوله پرانېستې. تاسو خو د يو ولسمشر په توګه په دې هم ښه پوه ياست چې د يو هېواد د دېپلومات خبره او نظر د هغه د دولت او حکومت د نظر او پالېسۍ ښکارندوي کوي نه د هغه د شخصي نظر.
بيا هم که دا خبرې که د هغه شخصي نظر وي، دا نو اوس د کرزي د موجوده او نوي حکومت پورې اړه لري چې له دغه نوموړي څخه په رسمي او ديپلوماتيګه توګه وپوښتي. مانا دا چې راويې غواړي او ترې ګروېږنې وکړي. او که د نوموړي د دولت او د حکومت خبره وي، نو دا بيا هم د افغانستان د دولت پورې اړه لري چې د نړيوالو او د ديپلوماتيکو قوانيو او اصولو په رڼا کې ترې د دې دومره بربنډې لاسوهنې پوښتنه او ګروېږنه وکړي.
بيا هم ښاغليه نژاده چې ستاسو يو ديپلومات زموږ لپاره يو ائتلافي حکومت غواړي او د درغليو خبره کوي، نو ستا د دويمې دورې ټاکنې هم سپينې او شفافې نه دي. د خپلو خلکو وينې دې پرې وبهولې او په سلګونه تنه مو شکنجه کړل. ان تر دې چې لا د جنسي تېرې خبرې هم کېږي. ته دې اول خپلې کوڅې، لارې او سرکونه له وينو پاک کړه بيا دې ستا سفير داسې ګوتنيوکې کوي. تراوسه خو لا د نړيوالو له لورې ستاسو ټاکنو ته د شک په سترګه ګوري او لا تاييد شوي هم نه دي، خو يوه مطلقه سرتمبه ګي دې شروع کړې ده چې مخ ته يې بيايی.
تاسو ولې د خپل متقابل سيال کانديد ښاغلي موسوي سره چې په ټاکنو کې درڅخه مخکې هم وو، خو د خپل مذهبي مشر خامنه يي په زور دې په هېواد کې دننه ورته مشروعيت ورکړ. ايا دا به ښه نه وي چې تاسو هم له خپل سيال کانديد ښاغلي موسوي سره يو ائتلافي حکومت جوړ کړئ. په دې کار سره به يوه ملي پخلاينه او هم به د خلکو د وينو تويدو مخه ونيول شي او هم به مو ټاکنې يو قانوني مشروعيت پيدا کړي. کنه نو دا سفير ښاغلی مو ولې داسې اپلتې وايی!
کرزی که دبله مار او معامله ګر نه وای، او چېرې يې يوه ښه اداره او ښه زيګ ملي هويت درلودای، نو زما په اند ستاسو سفير دومره جرئت قدرې نه شو کولای چې د يو خپلواک دولت په کورنيو چارو کې دې دومره بربنډه مداخله وکړي. بل ته نصيحت کوي، خو د غريب خپل ځان هېر دی. يا للعجب!