دکمال خان بند ، یو ښه زیری او راتلونکې هیلې

دکمال خان بند ، یو ښه زیری او راتلونکې هیلې


  • 4 مياشتي دمخه (03/02/2021)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 214

هر څوک چې ویښ ضمیر ولري ، نو د هېواد د هرې لوېشتې خاورې پر ابادۍ خوشالېږي ، د کمال خان بند جوړېدنه ټول هېواد مینو افغانانو ته یو ښه زېری دی. موږ به نور هم د خوښیو داسې زیري ولرو چې هر یو خپل مسولیت ته پاملرنه وکړو، موږ د دریاب تر غاړې تږی ولس یو ، خو نور باید د ژوند هنر زده کړو ، پر خزانه ناست یو ، خو لا هم غریب او فقیر یو. 

خوږې اوبه زموږ داسې یوه شتمني ده چې لوی خدای ج یوازې په استثنايي ډول موږ ته راکړې ده او نور کم خلک عرب او عجم ترې برخمن دي. د دې لپاره چې دا شتمني وپېژنو ، ژوند پرې وکړو ، خوند ترې واخلو ، ګرانو هېوادوالو سره به دغه لنډ معلومات شریک کړو:

د نړۍ د اوبو حجم:

د ځکمې د مخ اویا(۷۰) پر اوبو پوښل شوی ، چې د ټولې ځمکې د مجموعي حجم زرمه برخه جوړوي. په دې کې اوه نوي (۹۷) سلنه تروې او یوازې درې(۳) سلنه اویه خوږې دي.نړیوال بانک بیا وايي چې یوازې دوه نیم (۲.۵) سلنه اوبه خوږې دي او ملکري ملتونه بیا وايي چې اوس په نړۍ کې یو اعشاریه دو (۱.۲) ملیارده وګړي چې د ځمکې د کرې اتلس (۱۸) سلنه وګړي جوړوي ، همدا اوس خوږو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د اوبو حوزې او سرجینې : 

افغانسنان د اوبو پنځه لویې حوزې لري چې د شمال ، امو ، هلمند ، هریرود او کابل د حوزو په نومونو یادېږي، یوازې د هلمند د حوزې په باب له ایران سره د حقابې یو تړون شته ، نورو ګاونډیو سره په دې هکله کوم تړون نه شته.نورې وړې حوزې هم شته ، خو په ټوله کې په همدې نومونو کې رالنډېږي . د اوبو د سرچینو له مخې افغانستان په سربند کې دی ، یانې زیاتره سرچینې یې خپلې دي ، نو له حقوقي ، قانوني او د حقابې له مخې په قوي دریځ کې دی.

د افغانستان د اوبو حجم: 

افغانستان په کال کې پنځه اویا (۷۵) ملیارده متره معکبه اوبه لري ، چې له هغې جملې څخه یې اوه پنځوس (۵۷ ) ملیارده متره معکبه اوبه د ځمکې پر سر او نورې اته لس (۱۸) ملیارده یې تر ځمکې لاندې اوبه دي.

له نېکه مرغه چې داوبو ډېر زیاته برخه ، یانې تر نوي (۹۰) سلنې پورته ټولې یې خوږې اوبه دي د خوږو اوبو له پلوه کیدی شي افغانستان په نړۍ کې ساری و نه لري. خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ د ځمکې د سطحې له ټولو اوبو څخه یوازې شل ملیارده (۲۰) ملیارده متره معکبه اویو څخه په هېواد کې ګټه پورته کېږي او نورې اوه دېرش (۳۷) ملیارده متره معکبه اوبه په وړیا ډول د ګاونډیو هېوادونو ځمکې او هوسونه خړوبوي.

 د افغانستان د اوبو کلنی قېمت: 

د هغې مینې له امله مې چې د خپل هېواد او د هغه له خوږو اوبو سره لرله ، په ژوندون ټلوېزیون کې مې له نږدې پنځه کاله وړانې د (( افغانستان د خپلو اوبو په لمبو کې)) یو علمي او ګټور سیمینار جوړ کړ، دا په دې باب تر دمه په خپل ډول کې یو بې جوړې سیمینار و. په سیمینار کې د همدې برخې متخصصینو دهېواد د اوبو کلنی ، قېمت ، د ایران او پاکستان له خوا په هېواد کې د بندونو او اوبه خور سستمونو پر وړاندې د توطیو او نورو مسایلو په باب هر اړخیزه رڼا واجوله.دوی دا هم وویل چې ګاونډیو هېوادونو ته د هېواد د روانو وړیا اوبو ارزانه قېمت هر کال تر دوه پنځوس (۵۲) ملیاردو ډالرو پورته کېږي ، دوی زیاته کړه چې د اوسني مقیاس له مخې د افغانستان د (اوو کلونو ) عادي او پرمختیايي بودجه ده. که موږ یوازې خپلې اوبه مهار کړو او نور هېڅ ونه کړو همدا هم زموږ لپاره د کیمیا بوټي په شان ارزښت لري.دوی د هېواد او په تېره بیا مرکز کابل کې هم د اوبم په ناتدیره استمال اندېښنه وښوده ، دوی وویل اوس په کابل د اوبو د کارونې کلنی ضروت دوه دېرش (۳۲) ملیونه متره معکبه دی خو پر (۲۰۳۰م ) کال به دا اړتیا دوه شپېته (۶۲) ملیونه مترو معکبو ته پورت شي ، نو ځکه همدا اوس نه ورته تدبیر په کار دی.

 د کمال خان بند او نور بندونه:

په تېرو لس دولسو کلونو کې په هېود کر تر یوسلو شلو(۱۲۰) زیاتو لویو اوړو بندونو کار شوی او همدارنکه د اوبه خور سستمونه جوړ شوي دي ،اوس هم په هېواد کې تر یولسو (۱۱) زیات لوی او په لسګونو واړه بندونه تر کار لاندې دي ، پر ( بخش اباد او مچلغو) بندونو کارونه روان دي ، په هرات کې د ( پاشدان ) بند چې د یوسلو اتلس (۱۱۸ ) ملیونه ډالرو په لګښت یې کار پیل شوی و، تر پنځوس (۵۰) متره لوړه ارتفاع لري ، نوي (۹۰) سلنه کار یې بشپړ شوی ، ډېر ژر به هلته هم اوبه زېرمه شي دا بند هم نږدې پنځوس (۵۰) ملیونه متره معکبه اوبه زېرمه کوي اوپه لسګونو زره هکتاره ځمکه خړوبوي. خپله د کمال خان بند چې د اته اویا (۷۸) ملیونه ډالرو په ارزښت د شپاړس متره په ارتفاع جوړ شوی، دوه پنځوس (۵۲) ملیونه متره معکبه اوبه زېرمه کوي ، یو سلو څلور اتیا (۱۸۴) زره یانې د ننګرهار د کانل نږدې اوبه برابره ځمکه خړوبوي او نهه (۹) میګاواټ برېښنا هم تولیدوي.ټولو هېوادوالو ته یو ښه زېری دی.

ګاونډیان اندېښنې او تدبیرونه:

طبیعي خبره ده چې دا ډول پرمختګونه زموږ د کم ابه ګاونډیو ، په تېره بیا د ایران او پاکستان پر زړه نه اوارېږي ، دوی له لسګونو کلونو راهیسې د دې ډول ملي او پرمختایي پروژو پر وړاندې توطیې جوړې کړي او بیا به هم خڼدونه جوړوي ، نو له اوسنیو حکومتي چارواکو ، طالبانو او ټولو مخالفو او موافقو سیاستوالو څخه هیله کوو چې د داسې ملي پرژو په باب باید مشترک دریځ او ملي اجماع ولري ، په نورو مسایلو کې که هم اختلاف نه ښه دی ، هغه خو به یو ایډیال حالت وي چې اوس شونی نه برېښي. خو په دې ملي رغاونیزو پروژو کې اتفاق ټولو ته په ګټه دی ، طالبان ورونه هم باید په دې پوه شي چې د ایران او پاکستان زور ورسي ، نو قسم دی چې که د اوداسه اوبو ته مو هم پرېږي. ټول عمر به پر تیمم ګوزاره کوئ ، نو ځکه باید له حکومت سره د یو ګډ میکانیزم له لارې د داسې ملي پرژو امنیت ونیسي ، له حکومتي چارواکو څخه هم په ټینګه هیله کوو چې د کمال خان ، سلما ، پاشدان څو نور مثبتو پروژو څخه د خپلو نورو بې کفایتو او غلاوو د پټونې لپاره ناوړه سیاسي ګټه مه پورته کوئ ، هر څه خپل طبیعي مسیر ته پرېږدئ او د ملت خوشالي بیا پر سیاسي ناندریو همه اړوئ. ټول باید د مضرو ګاونډیو مضرو حشراتو او حرکاتو ته متوجه اوسو ، تر څو چې دا کم ابه ګاونډیان تږي او بې ابه نه شي دا نه اصلاح کېږي . په تلو تلو کې د هېواد هغو سرتېرو او ساتندویانو ته د دعا لاسونه پورته کوم چې د دغسې ملي پروژو د ساتنې لپاره ځانونه شهیدان کړل. له حکومته جدي غوښتنه کوم چې د کمال خان او نورو بندونو د پرانستې پر مهال د دې نومورکو اتلان یاد تازه کړي ، څلی پرې جوړ کړي او د کورنیو پر پاتې غړو یې د مینې او مهربانۍ لاس راکاږي