صديق كاوون د(( ونو دمرگ )) په موسم كې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اکبر کارګر
  • 295

دكاوون توفاني پخوانيو شعرونو زموږ دنسل په ذهن كې يو داسې ذهنيت ايجاد كړى  چې كله څوك دكاوون توفاني نوم اوري ارومرو چې انقلابي، له ولولو ډك اوله جوشه ډك شعر ورته په ذهن كې تداعې كيږي .  ډيرو هغه  دجگړې ددوران اودانقلابي غورځنگ شاعر اوتر جمان بللى دى. خو كله چې زمان تيريږي اووخت داوس مسالي په پرون  شميرې نو واقعي ٬حساس ، شفاف او دننليد((درون گراي ))شاعر هم ډيرو تاء ملاتو اوانديښنو ته رابولي . خبره دكاوون په وروستيو شعرونو كې ده . دهغه د((كله چې ونې مري ٬))  شعرونه په واقعيت كې داسې څه تر سترگو كوي اوداسې خبرې په ذهن كې ايجادوي چې تير يادونه يا ماضي كې خو هډو نه وي . خو په حال كې دهغو سپړنه اوشننه لږ څه پيچلې بريښي . غواړو كاوون د((سپرغيو)) په موسم كې نه ٬ د((تيږو دذهن)) په موسم كې هم نه ،د((شگو اوگلونو ))په موسم كې هم نه ٬ اوهمدارنگه په ((وروستي ټكې)) كې ونه گورو . بلكې داوار يو بل كاوون دتير پر تجربو را ولا ړ شوى اوراهست شوى كاوون ٬ ځلمی كاوون ٬ خو دنويو تاء ملاتو اوافكارو سره كاوون وگور و.  رښتيا خبره خو داده چې ما دكاوون دغه شعرونه چې د((ونې مري)) ترمخه نه وو لوستى . ددې سبب داوو چې يو خو كله چي دا ټولگه چاپ شوه . په افغانستان كې حالات  خراب شو . بل دا چي دا ټولگه يو څه وخت تر سانسور لاندي وه . سره  له دې چې هغه مهال كاوون داطلاعاتو اوكلتور دوزارت مرستيال و . خو ټولگه يي دهمدغه شعرونو له امله څه وخت په دولتي مطبعه كې ددولتي امنيت دوزارت  داوم رياست له خوا قيد وه . له بلې خوا دهغه دځينو نويو شعرونو په لوستلو سره سره به بيا هم زما په ذهن كې پخوانى ټيپ ژوندى و . بله خبره دا هم ده چې كاوون شاعر دى خو هغه داسې شاعر نه دى چې هر چاته دشعرونو كتابچه په هره څلور لاري كې راوباسي اوخپل شعر ورته ووايي . دې   په رواني لحاظ   شخصيت دى ، داسې  چې نه غواړې دنورو شاعرانو په څير ان  په introversion

غونډو اومشاعرو كې گډون وكړي اوخپل شعر ووايي .

ځكه خو كاوون دشهرت له پاره شعر نه وايي اونه خو دې ته اړ دی چې هرې مجلې اوورځپاڼې ته شعر وركړي اويا دشعرونو په غونډو كې گډون وكړي . ځكه خو دده په باب دلوستونكو نظر اوتصور ديوه سياسي شخصيت اوبيا شاعر په باب تصور دی نه ديوه عصيانگر شاعر په باب تصور . خو ددې له پاره چې په اوسني شعري پړاو باندې متمركز شو لږ څه اړه ده چې دكاوون دشعري تكامل اوودي په باب څه  ووايو :

په لنډ ډول كه ووايو دكاوون په شعرونو كې درې پړاوونه ليدلى شو:

اول : په پنځوسمه لسيزه که  كاوون دحقوقو په  پوهنځي كې و اوزه هم دادبياتو دپوهنځي دفلسفې اوټولنيزو علومو په پوهنځي كې ووم . زموږ ټولگي سره په يوه دهليز كې و . زياتره وخت به مو په تفريح كې له يوبله سره ليدل . ده به خپل شعرونه راته ويل اوما به هم ورسره كيسې كولې . دكاوون دشعر اوزلميتوب دادوره درنگينو خيالونو دوره ده . په دې دوره كې هغه دمعاصر ادب سره اشنا شو . دپښتو اوفارسى ژبې له اثارو سره، ځكه چې دلغمان په نسبت په كابل كې دغه فرهنگي امكانات زيات و . له بلې خوا هغه ديوه بيدار اواگاه روښانفكر په توگه په سياسي غورځو پرځو هم بوخت و .هغه مهال  دهيواد معاصر اونوښتگر شاعر سليمان لايق دټولو كيڼ لاسو روښانفكرانو ذهن په شعرې لحاظ تر خپلو وزرو لاندې نيولي و. دكاوون په شعر هم دغه اغيزه په هغه وخت كې موجوده وه . دا مهال كاوون تر زياته حده غزليزه شاعري كوله اودنوي شعر تجربو ته لا نه و رسيدلي . نوموړي خپله لومړۍ تولگه په ١٣٥۹  كال كي چاپ اوجايزه يي ه واخيسته . دا مجموعه تر دغه وخته يا دديموكراتيك حاكميت تر جوړيدو پوري دشعرونو نماينده گي كوي .

دويم پړاو :

دچا خبره دح.ډ.خ .ا دحاكميت دوران دى . په دې دوران كې كاوون په شعر كې نوې تجربې تر لاسه كوي . دا مهال نه يوازې دلايق صيب  اغيز شته بلكې دډير و اثارو مطالعې ته يې لاس رسيږي . مشهور ايراني شاعر سياوش كسرايي چې دا وخت په كابل كي واوکله نا کله به مو ورسره گډه ناسته پاسته کوله . همدارنگه د نورو شاعرانو اثار لكه اجمل خټك ٬ رحمت شاه سايل اونورو مشهورو شاعرانو له تجربويي  گټه واخيسته  . خو هيڅكله لكه څنگه چې دچاد خبرو تر اغيز لاندې نه راځي اونه خو دچا خبره  په شدت ردوي داسې دچا شعر هم نه كاپي كوي . بلكې ډير څه دخپل ذهن له صافي تيروي اوديو نوي خلاق اثر په توگه يې وړاندې كوي . زه ددې ادعا له پاره زيات دليلونه دكاوون په اثارو كې وينم چې په خپل ځاى کې به پرې  خبرې وكړم . دكاوون ددې دوري شعرونه دتيږو له ذهن ٬شگې اوگلونه اوورستی ټكى دى . چې دشگې اوگلونه اووروستی ټكى  دچاپ وياړ يي لرم . خو دوروستي ټكي  شعرونه  دتير اواوسنې پړاو تر منځ پل دی . په دغه مجموعه كې يو لړ داسي شعرونه شته چې دحماسي اوعاطفي چلند اومخامخ كيدنې پر ځاى په كې فلسفې اوتاملاتي بهيرونه ليدلى شو .

دريم پړاو :

داهغه پړاو دی چې دوروستي ټكي اوپه افغانستان كې دجنگ دشدت دشوروي ځواکونو  دلاسبرۍ اودكډوالو دزياتيدو په پړاو كې كيږي . دې پړا و كې شاعر هغه پخوانى انقلابي اوايديالوژيكه څيره  نه ده بلكې ورو ورو دده په شخصيت كې نوي عناصر ځاى نيسي  . پر مسايلو له سره فكر كوي . سره له دې چې دده پوزيشن عادي نه دى خو دې خپله خبره په شعر كې كوي .

په دې اساس دشاعر په شعر كې دوه بعدونه ډير څرگند دي . يو يې د مضمون اومحتوى له مخې اوبل يې دشكل اوفورم له مخې .

۲

څرنگه دمضمون اومحتوی له مخې ؟

سياوش کسرايي دنيما په باب ليکي : هغه څه چې دنوموړي دشاعرۍ سبب دي ، هغه مينه درد جنون هيله رنځ، هوس اويا هغه سحر اوافسون دى چې دغه احساس اوعاطفه اويا دغه خاص ليد هم جود لري .

بل دهغه تخيل دى چې بيلابيل تعريفونه لري . ځينو هغو ته دطبيعيت انساني کول وايي . خو ځينو هغو ته دانساني ذهن هڅه اودتازه اونويو اوپټو اوښکاره روابطو پيداکول ويلي دي . )) (۱۴۲ مخ مرغ امين :) دې کې شک نشته چي کاوون ديو لوړ تخييل اويو عالي خو پټ اوبوگنوونکي جوش خاوند دي .

دكاوون دوروستي ټكي له ټولگې وروسته شعرونه دياس ٬ خفگان ٬ شور مستئ ٬ نهيلئ  خمار ٬ دژوندانه دبي مانا والي اوله خنډونو سره دمخامخ كيدنې تصويرونه  لري . په دې شعرونو كې هغه هيڅكله يوداسې شاعر چې دراتلونكې په وړاندې روښانه اوخوشبين وي نه دی . بلكې دهغه دليد په افق كې په شعر كې وريځې پلنې دي . دسرپو اوباروتو دندوكار نيولي دي . درڼا څرك پكې لږ بريښي اويا دا چې هغه ديو ډول ثنويت اودواليزم سره مخامخ دي . 

خو هغه هيڅكله پخوانى  له ولولو ډک  اودراتلونكي په وړاندې خوشباوره  اوسيمپاتيك شاعر نه دى . نوموړي په راتلونكي افق كې نيكمرغي نه ويني بلكې دهغه شعر دناورين له پاسه دناورين خبرتيا وركوي . دهغه دليد شفق دبوډۍ په تناره سور نه دى بلكې هغه دوينو سيلاب اودباروتو دندوكار گوري . په مجموع كې هغه جنگ غندي اودجنگ په غدۍ نفرت وايي .

دهغه په  شعري شكل كې هم موږ بدلون وينو . هغه دغزل پر ځاي دنظم پر ځاي زيات نوې شعر اوازاد شعر وايي .خو په دغه شعرونو كې شعار نه وركوي . هڅه كوي چې هر څه دسمبول اوتصوير په ژبه ووايي : كله چې ونې مري په ټولگه كې موږ دغزل په فور م کې څو شعرونه وينو هغه هم ډير لږ ليريك اوعاشقانه دي . نور زياتره شعرونه يي تصويرونه اوانځورونه اوتمثيلونه دي . شاعر په دي موسم كې يو ډول فلسفي ياس اونهيليزم تمثېيلوي . په هماغه اندازه چې دخپل شعر دځوانۍ په لومړيو كلونو كې ليواله ٬ خوځنده ٬ اوپه راتلونكې باندې دډير ټينگ باور لرونكي و . په دې موسم كې دياس اوبې مانا والي سره مخ دى . په دې تمثيلي شعرونو كې دشاعر سمبولونه هم فرق كوي . دی اوښكې غريو ٬ فرياد ٬ لوخړې ٬ لوگی ٬ اورونه . ستوري ٬ شپه اوسترگې ٬ څاڅكي ٬ يوازې والی  ٬ شوگير، څاڅكي ٬ مرگ ٬ په شنه سهار كې٬ رنگونه٬ خړ ٬ سور تورسپين اوشين٬ غل سره اوزيړ بادونه ٬ دملخو موسم ٬ دونو مرگ ٬ پسرلى ژمى خړ باد ٬ دشگو كاروان ٬ غنم اومڼه اسطوره دلمر اواز ٬ درواغجن بهار ٬ اوداسې نور سمبولونه كاروي .لږ څه دفلسفې اوارواپوهني په رڼا کې دشعر اوسمبول په باب يو څو خبرې کوواووروسته بيرته دکاوون دشعرونو په اړوند  خپلو خبرو ته راگرځو.

دلته دمشهور فلسفي هگل خبره لږ څه شنو چې وايي :

دهگل په باور شعر نژدې دټولو مادې شراىطو څخه ځان ازادوى ، اوپه دې ډول د نورو هنرونو په پرتله  دروح دبىانولو وسىله گرځى .

په دې هنر کې دمادى خبر ، رنگ ، حرکت اورڼا اونور نشته ، شعر دعواطفو ،افکارو ، درونى اومعنوى پىښو دښودلو له پاره ىوازى په کلماتو اوتاکىداتو  باندې داوازونو( الحان) له پاره   وسىله کيږي  اوپه دې ډول دشعر ى دريځونو ډولونه په ډىره ښه توگه دښکلا امر کىدونى کوى .شعر د هغه ازادۍ په سبب اوهغه خاص کلىت چې لرى يي دنورو ډىرو هنرونو څخه تر مخه ځى اوله نثر نه هم وړاندى اوپورته ځي . دهگل په نظر   شعر دعلم اوفلسفى پر خلاف  فردي اوځانگړو  چارو ته پام کوي ، خو په ىوه بشپړ شعري اثر کې دغه جزىىات دکلې واحد په توگه رامنځ ته کىږي . هر ډول شعر خاص نظام لري ، لکه ىو حماسى شعر دغناىى شعر په توگه منځ ته نه راځي . له شعر څخه هدف دىوې تارىخي پىښې بىان نه دى ځکه چې شعر دعلم په توگه نه شي کولې رامنځ ته شې اودىو شي انتزاعي ماهىت بىان کړي ،، ( ۱۲۹ – ۱۳۰ ) مخونه  درباره فلسفه هگل

خو دهگل په  نظر شعر له سمبول سره سروکار لري.

په ښكلا پيژندنه كې سمبول له هغه څه څخه عبارت دی چې دخاص اوځانگړې مانا سر بيره په يوبل شي په خاص ډول په يوه معنوي مضمون چې كاملا دتجسم وړ  نه وي دلالت  وكړي . سمبول امكان لري طبيعي وي لكه نوريا رڼا  چې دحقيقت سمبول دی يا سنتي يا قراردادي وي لكه صليب چې دفداكارۍ سمبول دی .

خو كارل گوستاويونگ دسمبول  ارواپوهنيزي ريښې راسپړي اوليکي  :

(( انسان دهغه څه دمانا له پاره چې غواړي څرگند يي کړي ، دکلماتو په ويلو اوليکلو پيل کوي .  ژبه دسمبولونو ډکه ده ، خو اکثر نښې اوتصويرونه چې دقيق توصيفي اړخ نه لري تر ې کار اخيستل کيږي . له دوى څخه ځيني يوازې هغه لنډ علايم اويا دکلماتو لومړۍ لړى ده ، چې  دتجارتي نښو يا دثبت شويو دارو گانو يا نښو يا پټۍ باندې کارول کيږي . يونگ زياتوي چې هغه څه چې موږ يي سمبول بولو هغه ديو ې گړني يو نوم يا يو تصوير څخه چې امکان لري داسې تصوير چې دورځني ژوندانه  سره اړه ولري او دښکاره اومعمول ماناسربيره  يوه تلويحي اوځانگړې ماناهم  ولري عبارت ده : سمبول له موږ څخه  يو پټ ، او نا پيژندل شوي شى دى :(( دمثال په توگه دکرت په يوه تاريخي ودانۍ  کې دوه سرې تيشه رسم شويده ، دا موږ پيژنو خو په سمبوليکه مانا يې موږ نه پوهيږو .))  ( انسان وسمبولهايش ؛ ۲۳ مخ ) ديونگ په عقيده  يوه کليمه يا يو شکل هغه وخت سمبوليک گڼل کيږي چې په يوه شي باندې دهغه له څرگندې اومستقيمي مانا زيات دلالت وکړي .  يونگ په خپلو څيړنو کې د سمبول ډيره پراخه ناخود اگاه اړخ راسپړي ، چې دهغه دوينا له مخې  هيڅکله په دقيق اوپه پراخه مانا توضيح شوى نه دى ، اوهيڅ څوک هم په بشپړه اوکامله توگه دهغه دتعريف  اوتوضيح اميد اوهيله نه لري . انساني ذهن اودسمبول څيړنه اوپلټنه داسي تصوراتو ته رسيږي چې  دمعمول استدلال له حدودو څخه بهر وي  .  )) ( انسان اوسمبولونه ، ۲۴ مخ )  خو دفرويد له نظره سمبول ناخوداگاه يا منفرد درک دى . دصورت يوه برخه يا توره ليکه ده ،  چې تر مخه جوړه شويده . داسې يو ډول گړنه ده چې تر مخه کښل شويده . داسې مناسبات دي چې دځينو افکارو تر منځ اودشيانو تر منځ   يو له بله سره    نا خود اگاهانه قياسونه دي چې دهغه په وينا دغه قياسونه تر ابده معتبر اوهر وخت تيار اوچمتو دي . ))  په دې اساس دفرويد له نظره سمبوليزم داسې بياني شيوه نه ده چې انسان دې نن زده کړي وي .   بلکې دبشريت ميراث دى. اوله ډيرو پخوا زمانو راهيسي راپاتي دي .  ( رمز انديشي قدسي  ۵۰ مخ ))  بايد وويل شي چې باطني تجربې٬ وجدانيات اوقلبي واردات چې دعقل په ژبه په دلايلو اوبحث نه بيانيږي هر وخت درمز په پرده کي  څرگنديږي . اوس بيرته خپلې خبرې ته راځو ۔ موږ دکاوون په شعر کې پټ بشري رازونه اودهغه ددرون اوناخود اگاه خبري اورو . هغه دې مقاصدو ته دسمبول ژبه غوره کړي ده چي يو څه دفرويددباور پر بنسټ دډيرو لومړنيو  انساني تجربو له مخې منعکس کيږي اوزياتره ديونگ دباور پر بنسټ هغه څه دي چې دشاعر په فرهنگ  اودټولنيز ژوند په اسطورو کې موجود دي ۔ هغه له دې ټولو افزارو اووسايلو څخه کار اخلي اودخپل شعر ماڼۍ پرې جوړوي. هگل وايي : دشعر ځانگړنه داده چى وس لري اوددي وس اوقدرت په وسيله حسي عنصر دروح اوتصوراتو تابع کوي ..اواز چې يوازې دشعر خارجي مواد دي پخپله خوندور اوبوگنوونکي احساس نه دى بلکې داسې نښه ده چې له مانا تشه ...  هغه زياتوي چې په شعر کې دا روح دى چې دخپل ځان اوخپلو تصوراتو له پاره  مضمون مشخص کوي ۔  دهغه په نظر شاعرانه تجسم هماغه شاعرانه تصور دى ...  شعر ي هنر عام روحي هنر دى ۔ چې دننۍ ازادۍ ته رسيدلى دى .))

۳

د(( كله چې ونې مري )) موسم !

په دې موسم كې كاوون په څرگنده ديو ډول ارماني ياس ٬ نهيلۍ اودعبث والي سره مخامخ دى .دا يو ډول فلسفي ياس دى .ديوه څيړونکي خبره ده چې : 

(( دفکر کولو پيل  داضمحلال پيل دى ، ټولنه  ددغه  پيلامو ددرک له پاره ، يات امکانات نه  لري .. خوره دانسان په دننه کې ده اوپه هماغه ځاي کې ده چې بايد ورپسې لټون وشې . بايد همدغه وژونکي لوبه چې دوجود اوتن له روښنايي څخه تيښتي ته اړکوي تعقيب شي ، اوپه هغه پوه شو .)) کاوون په ارواپوهنيز لحاظ يو درونگراي يا انتراوير شنل شخصيت دى ، هغه ډير څه اوري  ډير څه ويني ، ډير څه لولي  خو ټول دخپل ذهن له صافي څخه تيروي ، دهغه کرکتر دهغه په شعر کې هم ډير څر گند دې .په دې مانا چې يو خو يي دهغه شعر ته دبربنډو اولوڅو خبرو پر ځاي دسمبول اوتمثيل ژبه  خپله کړي ده ، اوبله  داچې پر هغه څه چې دى خپله شهرت لري يعني يو سياست پوه يا اکتويست اوديوې لاري څښتن زما په باورزيات پردى څيزونو سربيره هيومانيست دي . د((ونو دمرگ د موسم)) په سياسي واکمنۍ کې دکاوون ددخالت اوشرکت دوران دى خو دې  له ريا او دوه مخۍ څخه  خپله کرکه په ډير ه ترخه ژبه په شعر کې څرگندوي ۔دى هيڅکله دهغه انقلاب برى  چې دا اوهغه  لاس ته راوړنې لري نه ستايي بلکې  په سمبوليکه اواستعاري ژبه خپله خبره کوي ۔دده غوره نمونه سمبولونه لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه ، دموجودو شرايطو اوحالاتو څخه په طبيعي توگه جوړ شوي دي . له دې جوتيږي  چې دونو دمرگ موسم کې کاوون نه خو دلاىق پل تعقىبوى ، نه دجهانى سره اوږه لگوى اونه هم دننگىال شعر ته ورته دى . سارتر وايي چې انساني ژوند يو بل مخ هم لري اوهغه دماتي مخ دي . اوانسان بايد دغه ماتي دخپلي هستي دبنسټ په توگه وپيژني ... نوموړي په دي لړ کي زياتوي چي شاعرانه ليد اوتراژيک ليد يو شي دي . (( البته دشاعر هدف دانه دى چې  ماته اوتباهي په خپل سر دنړي سير ته داخله کړي .  حقيقت دادي چې دهغه سترگي يوازي ماتي اوتباهي ويني ۔ ))  دنړي ډير ستر شاهکارونه اواثار له دي زاويي رامنځ ته شويدي ، درد اوانساني درد کوم چې اوس يې موږ دکاوون په شعر کې گورو ،  اصلا زموږ په نسل حاکم اولاسبري وو خو معنوي تجسم يې دکاوون په شعر کې وينو . 

دلته په دې موسم کې کاوون دشعر اورلوبه پر مخ بىاىي.

کاوون دخپل ارمان له گل سره خبرى کوى، دارمان هغه گل دى چې په سوى اوښوره دښته کې وغوړىد خو دتندې ومړ۔ مړاوى شو اوبىا ورته په نمجنو سترگو  لاره څاري ۔ په دې شعر کې شاعر له خپل درون سره په شخړه بوخت دى . دگناه په انتظار کې شعر تمثىل دى، شعر ى(( پارابول ))دى، خو گورو چې شاعر ددې تمثىل په پاې کې ىوازې په خوب کې دوزخونه وىنى .

تاويل چې يوه شپه به غيږ ته درشم

په نازونو به خړوب کړم ستا نيازونه

دگناه په کنډوليو به دې مست کړم

درته وبه ښايم واړه جنتونه

خو شپې څه چې ،

لاکلونه ،

پسې تيرشول ،

هغه شپه ،

چې تاويلې وه ،

رانغله ،  

زما غيږه لا هماغسي خالي ده

زما سترگې لا تر اوسه لارې څاري ،

لا تر اوسه دگناه په انتظار يم

لا تراوسه تيرومه شوگيرونه ،

نه کنډول سو ، نه باده اونه مستي سوه ،

نه ثواب سو ، نه گناه ، نه بې خودي سوه ، ستا نازونه

اوزما نيازونه

 ډير سول ،

زه لا اوس هم دگنا په انتظار يم ،

 هره شه ،

 په خوب کي وينم دوزخونه ،

کابل  ۱۳۶۹ ۱۰ مياشت ۱۹

 

سترگوته دې وواىه ، په دې شعر کې ، شاعر په سمبولىکه ژبه دچا اخطارونو ته سر نه ټىټوى ،

يا :

دسپىره گلونه په غزل کې شاعر بىا هم خپل ىاس اونهىلى لرى دغزل په ژبه واىى :

وخته ! زه اوس هم منتظر ىم دسپرلى وږمى ته ،

نارسىدلى بهارونه مې لا مړاوى نه دى

قسمته ته مې بدلولى خو بدل دې کړمه

چې دتقدىر بدل وختونه مې لا مړاوى نه دى ...

دتږي په شعر کې بىا هم ىو تمثىل وىنو ، اودزمان شىبه لکه دزهرو جام ترې گوټ کوى ، انتظار باسى .

شاعر هڅه کوي دمخامخ خبرو پر ځاى، دسىده اوبربنډ و خبر و پر ځاى دشعر له پاره نوې ژبه جوړه کړې دامصنوعي ژبه نه ده . دې لکه څنگه چې شعر هستوى کلمات ورته هستوى ، ژبه ورته جوړوى ، ځکه خو دده دسمبول ،استعارى اوتمثىل ماڼئ لوړىږى ۔ دشاعر دشعري ژبې کلمات دهىواد دموجود فرهنگ اوطبىعى اوټولنىز ژوندانه موجوده عناصر دي ، دى ېې له بلې ژبې نه راژباړى .

 وگورئ : 

مامې غږ ورک که په يو شنه سهار کې

مامې غږ ديوې شنې ويالې په غاړه

دشنو ونو دشينکي سيوري نه اخوا

يوه شنه سهار کې ورک که ،

نه پوهيږم غږ مې چا راځنې غلا که

نه پوهيږم غږ مې چا راځنې يووړ

خو يوازې دومر پوه يم  چې په هاغه شنه سهار کې

چې باغونه واړه شنه وو چې گلانو په مستۍ مستۍ خندلې

چې مرغيو دتنکيو لښتو غوږ کې شنې سندرې اورولې ،

زه له خپل غږه پردى سوم ،

شعر تر پايه

شاعرد يو ژور ياس اوجلا والي سره په خبرو دي هغه دخپل غږ سره خبري کوي ۔ دخپل ځان اوتن سره خبري کوي ۔ يو ژور تاثر په شعر کې دښکلا ماڼۍ جوړوي ٬ اووروسته شعر بيا دبڼ په شنو ونو کي دنورو غږونو دريبل کيدو اووژل کيدو کيسه کوي ۔ دردوونکې کيسه ٬ اوپه دې ډول دانساني درد اوتراژيدۍ سناريو بشپړوي ۔ دادشاعر دژوندانه دخاصو اوځانگړو شىبو تصوىر اوتمثىل دى ، دونو دمرگ موسم دشاعر دانتظار موسم هم دى ،  په دې موسم کې دهغه پسرلى په هىله دزمان شىبى لنډوى چې شاعر ورته ناست دى ، موسمونه ورته څارى خو په دې کى هم دوه زړه دې چې دغه پسرلى به راشى اوکنه ؟  کاوون جنگ اودجنگ دندوکار ته غل واىى ، غل چې دشرم اوننگ سمبول دى ، دبربادۍ اوتباهۍ سمبول دى ، هغه هىڅکله دې جنگ ته ازادى بخښونکى هغه نه واىى. دکاوون دغل اوڅو نور شعرونه په ډاگه هغه کسانو ته ځواب دى چې واىى ددى موسم دشاعرانو شعرونه ددولتى واکمنۍ اود((گوند ىتوب)) په خم کې رنگ دى ۔ 

شعر دادى  ،

غل زموږ کلې ته راغى

هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه ،

غل زموږ کلي ته راغى

هغه شپه چې ستوري ټول په خوب ويده وو ،

 غل، زموږ کلې ته راغى ،

غل په توره تروږمې کي

دهر چا په کاله وخوت ،

 دهر چا دکورميلمه شو

غل وروري اومينه غلا کړه ،

غله خوښي اوخندا يووړه ،

غله دکلي له باغچې نه دشنو بوټو په وير وير کې

دسرو گلو ،  ليلا ،

يوړه

غل ،

 زموږ کلي ته

راغى

هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه ..

همدارنگه بل مثال ىى په دې لړ کې زما دکلې خټىن دىوالونه دى ۔ داشعر په  ۱۳۶۷ کال کې وىل شوىدى دا په رښتىا چې زموږ داولس دوىلاړ ٬ برم اوپرتم اودهغوى دکړاوونو اوغمونو تصوىرونه دې .

اى زما دخټو کوره

 يه زما دخاورو کليه ...

هره ورځ درباندې دانگي

دصحرا وحشي بادونه

تورې شپې ،

 زيړې ارواوې

خړې شگې توفانونه

ته هماغسې ژوندې ېې

ته هماغسي ولاړ يي

يا داچي :

که داوسپنو توفان و

که دسرپو سيلاوونه

که وحشت دتورو شپو و

که لمبې  وى ،

که دودونه ،

ټيټ يي نه کړل

سپک يي نه کړل

ستا دخټو ديوالونه ....

پدې ډول کاوون درنگونو په ترڅ کې سمبولونه  کاروى ۔ هغه دسرو اوزىړو باد ونو نوم اخلى ۔ سور باد په لرغونى اساطىرو کى دتباهۍ اوبربادۍ سمبول دى۔ دادسره پوځ سمبول  هم  دى خو کاوون په واقعي مانا ددواړو هدفونو له پاره کارولى دى ۔ زىړ بادونه هم هغه بادونه دى چې د سرو بادونوپه څير يي تنکي نيالگي ورژول اوله ريښو يي وويستل ۔ اودغم  خاوري اودوړي اوس دکلي په کوڅو کي انگولا واوزگيروي کوي ۔   دا هم هغه سمبول دى . دملخو فصل  دشاعر بل شعر دى ۔ په دې شعر کې هم شاعر دهىواد اوخلکو دبدمرغۍ اوتباهۍ تصوىر کاږى ۔ داتصوىر اوددې تصوىر سمبول له بله کومه ځاىه نه دى رااخىستل شوې بلکې دواقعى کلىوال اوبزگرې ټولنې څخه رااخىستل شوې دى ۔ داداسى موسم دى چې دټولنې انسان په کې دلوږې درپه درۍ اوبى کورۍ سره مخامخ دى ۔ پلار دخپل زلمې زوى جنازې ته اوږه  ورکوي او ماشوم دخپل پلار اومور  قبرونه دراکټونوپه  وسيله  دکنده شوي کور  په انگړ  کې ويني  ۔ ملخ دتباهى سمبول دى .کله چې ونې مرى : شعر کې شاعر ددروغجنو وعدو په وړاندې عصىان کوى اودکلونو وروسته دخىالى پسرلى دراتلو افسانه دروغجنه ثابتوى .په خړ باد اودشگو کاروان کې په سمبولىکه ژبه حادثه تمثىلوى ۔ دمعاصر هىوادنى انسان دبې وسۍ اوىاس داستان دى۔ ددې موسم لو٬ خو څه دغنمو لو نه دې اونه دفصلونو لو ٬ بلکې دسرونو لودى چې دوطن طبعىت پرې ژاړي .

دشک په شعر کې چې په ۱۳۶۴ کې کښل شوى دى ؟

کاوون په خپلو شعرونو کې دباد سمبول ډىر کاروى ، دباد گزمه ، دباد په کنډوالو کې اوداسى نور دباد زود گذره اوژر تىرىدونکى ناخوالى حالت اودبدمرغىو دسمبول په توگه کارولى دى ۔ خو شاعر ىوازې دغه سمبول نه کاروى بلکې تمثىل يي  کوى ۔ دباد گزمه تمثىلوى اوله هغه تابلو جوړوى تابلو نورو ته په مخ کې ږدې چې وى وىنى اوننداره ىى وکړى ۔  ۹۲ مخ  کاوون دونو دمرگ په موسم کې ىوه ساقى نامه هم لرى ۔ په دې اوږده شعر کې چې ىو ډول قصىده ده  دخپل موسم ىو کره اوپوره انځور کښلى دى ۔ په دې قصىده کې هغه اوږده جنگ اودهغه لوبغاړو ته اشاره کوى۔ شاعر سره له دې چې په ظاهر کې دىوې خوا اوىو لورې کرکتر دى خو دې په شعرکې   هنرى اصالت ساتى اوهم پردى پردى بولي ۔ دې دىوه ملى شاعر په توگه پرىکړه کوي۔

دپردې وږمې  له تاوه

خپل گلونه خزانى شول

ددروغجن سپرلى له جوشه

دچمن بوټى اغزى شول

اسطوره اوشاعر :

اساطير اواسطوره دکاوون په شعر کي بل بحث دي چې بايد تاء مل پري وشي .ماريز شواري وايي : له اسطوري پرته بل هيڅ شې ساتونکي نه دي ۔ بلکې ډير عالي حقيقت دى ۔ داسې حقيقت چې عقلي مفاهيم يي له ويلو عاجز دي ۔ شاعر ځىنو اساطىرو ته هم ژبه ورکوى ۔ دغه اساطىر بىا راژوندى کوى ۔اساطىر زموږ په ژوند کې زموږ په کلىوال ماحول اوفضا کې حاکم اولاسبري دي .

 لکه غنم اومڼه .

دادخلقت اسطوره ده ،  چي په قران کې غنم راغلي اوپه  اناجيلو کې مڼه تمثيل شويده ، خو ددې اسطوري څخه په گټه اخيستني سره شاعر په ازادي باندي خبري کوي اودازادي مفهوم راسپړي ، اواسطوري ته نوي خوند اونوي رنگ ورکوي . همدارنگه داسطورو په برخه کې غواړم په اوږدو خبرې وکړم خو دا خبري به په دويمه ټولگه يعنې دباد په کنډوالو کي اثر ته پريږدو .

 ۱۱۴ مخ

دخوب اووىښتىا په منځ کې دونو دمرگ دموسم وروستې شعردى .

*

وروستۍ خبرې :

کاوون دخپل شعرې تفکر په دې پړاو کې ديوه خنډ اومانع سره مخامخ هنر مند دى ۔ داسې مخامخ کيدنه د هغه فلسفي مخامخ کيدنه ده اوددې تر څنگ اساسې خبره دانسان دملال اوخپگان اوغمجنيدنې ستونزه ده ۔ په فلسفې تاريخ کې دغه حالت ډيرې اوږدې ريښې لري ۔  څلور زره کاله دمخه دمصر يو فيلسوف اپيور ويل چې : ايا امکان لري داسې وخت راشې چې بشري نسل له منځه ولاړ شي چې نور ښځه اولاد ونه زيږوي ٬زوى رانه وړي ۔ دځمکې پر سر غږ غوږ وانه وريدل شې اوجنگ هيڅ پيښ نه شي ۔ )) له هغه وروسته بل فيلسوف يا پيغمبر په اورشليم کي دبشري موجوديت په باب وويل  : (( هر څه بې مانا دي ۔ انسان هغه ټول کړاو چې داسمان لاندې يې کاږي څه گټه ورته لري ۔ يوه پوړۍ له منځه ځي اوبله را منځ ته کيږي ۔ اوځمکه تر ابده په خپل ځاي ابدې ده ۔ هر څه له ستړيا ډک دي چې انسان يې له بيانولو عاجز دى ۔ سترگې په ليدلو اوغوږونه په اوريدلو نه مړيږي ۔ هر څه چې وو هماغه وو چې وبه شي ۔ دلمر لاندې هيڅ شى تازه نه دي ۔ ټول هغه شيان چې له  اسمان لاندي ترسره کيږي ليدل کيږي چې ټول بطالت اودکړاو ويستلو پسې رامنځ ته کيږي ۔ )) عهد عتيق  کتاب جامعه باب اول ۔ )) اوهمدارنگه  خيام څه ښه وايي : چې اسمانونه پرته له غمه نور څه نه زياتوي ۔ خوشال بابا وايي :

 

دفراق غمونه لور په لور انبار دي                   په کاغذ باندې دکوم يوه حساب کړم

په فلک باندې دهيڅ چا حکم نشته                 چې يي ظلم ستمونه انقلاب کښم    

  کليات  ۶۴۵ مخ

خو په معاصر فرهنگ کې ساموېل بکت دخيام اوزبور خبره نه تکراروي ۔ هغه داسمان پر ځاى ځمکې ته گوري ۔ غواړي فاجعه احساس کړي اوغواړي له هغه واټن ونيسي ۔ خو کامو بيا بل څه وايي :

 په تاريخ کې دتراژيدۍ هنر ستر ې دورې هغه مهال واقع  شوي دي چې دوه بيلابيل جريانونه سره تلاقي کيږي ۔ داسې وخت چې دملتونو ژوند هم دوياړ اوهم دگواښ نه ډک  وي ۔ په داسې دوران کې چې په راتلونکې باور له منځه ځي اودحال زمان دردناک وي ۔ اشيل په دوه جگړو کې گډون وکړ اوشکسپير په داسې وخت کې ژوند کاوه چى ډير وحشتونه راغلل ۔ )) ۱۱۰ مخ  اوس هغه څه چې مو تر مخه وويل دخپل بحث دراټوليدو په هيله دکاوون کله چې ونې مري په شعرونو تمرکز کوو ۔ دنوموړې ددې مجموعى شعرونه ديوه انساني ياس اودپړسيدلې مرۍ اووچ ستوني غمجن اواز دى ۔ ولې ؟ دکاوون ځلميتوب له ولولو ډک وو ۔ هغه ځان ته توفاني نوم غوره کړ ۔ هغه ديو  ډول ارمان سره رالوې شو ۔ ارمان اوارمان پرستي دهغه په تن اووجود کې ځاي ونيو ۔ يو نسل هم داسې شو ۔ خو رو رو تر هغه ځايه چې دهغه دارماني شخصيت تکوين تر سره کيږي ٬ دخپلو هيلو اوارمانونو په لار کې له خنډونو سره مخامخ کيږي ۔ نو له ((ديوال )) سره مخامخ کيږي ۔ چې نوره ورته  لار ه نشته ۔ هغه په خپل ذهن کې دخپل ارمان عظمت اوهغه ته درسيدو په لار کې ٬ ناممکناتو په تر څ کي يو ستر تناقض ويني دچا خبره نور څه وينې چې دې ېې تصور هم نه کوي ۔ داددې سبب کيږي چې ځان بي وسه احساس کړي اوسيزيپوس ته ورته  تراژيدى سره مخامخ شي چې دسارتر په وينا ځان په کې دتباهي سره ويني ۔((دشاعر هدف دانه دى چې شکست اوتباهي په خپل سر او اوپه خپله خوښه نړيوال بهير  ته داخله کړي ۔ ۔ حقيقت دادى چې دهغه سترگې يوازې ماتې اوتباهي وينې خو شاعر يوازې ددې ماتې  سندر بول نه دې ۔ بلکې دهغه پيښو له ليدلو تيريږي اوپه بل اړخ کې دانسان ماتې منونکي ذات سره مخامخ کيږي اوپه خپل وار کې انسان هغه شيبې ته رابولي ۔ )) يوه خبره به بله هم سپينه کړم ۔ چي هغه دارمان خبره ده ۔ کاوون اودکاوون نسل ارمان اوايديال له کتابونو اوددې اوهغه فلسفې له کتابونو نه دې اخيستي ۔ دا معنويت دى اومعنويت دشرقي فرهنگ اوشرقي ذهن چې کاوون ورته هم ځاي ځاي اشاره کوي په بوده اوتنسته کې ځاي لري ۔ دا هغه څه دې چي ارمان پرستو پخپله ځان ته جوړ کړي ۔ دا دايديال ژوند ٬ دنيکمرغۍ دژوند دخپگان ٬ درد ٬ کړاو نه ليري ژوند  ٬ ايثار فداکارئ ٬ رښتينوالي ډک  اوله منافقت نه ليري اوداسي نورو ډيرو ښو توکو جوړ شوي دي ۔ اودبدو اوناوړه غير اخلاقي توکو اوارزښتونو  پر ضد دجانانه معرکې حماسه هم ده ۔ خو زمو ږ نسل په هغه کې  ناکام شو۔ کيداي شي دې ته ځينې کسان دايديولوژى اوځينې کسان ورته دتعهد گړنه وکاروي ، خو زه يي له هغو لوړ بولم .  کله چې ونې مري شعرونه زما په نظر ددې ډول تاء ملاتو هستونه ده ، چې ماتې وينې ، خو هغه خپل عادت هم نه پريږدي .  سره له دې چې په  دې ټولگه کې دارمان روزنه نه کوي .  بلکې په دې کې يوازي خپل غم ژاړي ، خپل زگيروې پالي اوله خپلو زگيرويو سندره جوړوي ، داسندره زموږ دهيواد ديوه نسل سندره ده چې دنړيوال  اويا ديوه هيواد دناورين په کچه  د ملنگ جان  په دې شعر کې  هم ښه ترا تمثيليږي چې وايي :

عشق دې ستې کړمه وه دى سوم په اور 

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه .

دا باد زموږ دسويو ارمانونو دايرو په ډيرئ راوالوت او بړبوکۍ يې جوړه کړه ، موږ ورته گورو اوپرته له دي چې غم نامه وليکو نور څه نه شو کولې.

پاي .

دانځر له وني درس زده کړئ ( هر وخت چي دهغه څانگه راټوکيږي اوپاڼي کوي تاسو پوهيږي چې اوړي نږدي دي ۔ په  هماغه ډول تاسو دا ټٌول شيان وينى پوه شې چې دکار پاي نږدي ده بلکي ډيره  نږدي ده ۔ )) متي  ٬ ۲۴٬ ۳۲ ٬۳۳ مخونه ۔