حامد کرزی دې يې نه لولي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حامد زرمتی
  • 369

په هر جمهوري هيواد کې چې کله د ټولټاکنو شپې ورځې رانژدې کېږي نو دولس له خوا په جشنونو او خوښيو لمانځل کېږي،همدا حال په تېرو ولسمشريزو ټولټاکنو کې زمو ږ هم و،هغه مهال چې په هيواد کې دلومړي ځل لپاره ولسمشر د عامو ټاکنو له لارې د ټاکل کېدا خبر ورکړل شو نو په ټول هيواد کې دخوښۍ محفلونه جوړ شول،ښځې،ماشومان،زاړه او ځوانان ټول دومره خوشاله ول چې تابه ويل کوم اتيا کلن بې وارثه سپين ږيري ته خدای زوی ورکړ.
او بيا کله چې ولسمشر کرزي ځان  کانديد کړ نو دغه خوښي يو په دوه بلکې يو پر زره زياته شوه،او دا ځکه چې نور نو افغانان له جنګونو او ټوپکواکانو نه تر پوزې راغلي  ول. ټولو داسې ګڼله چې حامد کرزی به د دوی پر ټپونو د مرهم پټۍ کېږي،د کونډو،يتيمانو،شهيدانو او کډوالو هيلې به پوره کړي،کنډواله هيواد به جوړ کړي،ټوپکواکان به بې وسلې او بې واکه کړي،درباني د کوڅه واکۍ پر مهال چې کوم ظلمونه شوي له هغوی نه به پوښتنه وکړي،جنګي مجرمين به محاکمه شي،دنشه يي توکيو مافيا به د تل لپاره له منځه يوړل شي او..... خو له بده مرغه چې لالا کرزي هغه څه وکړل چې د افغانانو له برمه ډک تاريخ ته يې دومره په سپکه سترګه وکتل چې تر دې وړاندې به ګورګين هم دومره بد ورته نه وي کتلي.
کرزی چې لوڅ سر او لوڅې ډډې ارزګان ته راغلی و دسيمه ييزو وګړو جامې يې واغوستې او ديوه ځايي ملک پګړۍ يې پر سر مخ پر کابل رهي شو،خو ډېر زر يې دومره قرقولۍ او چپنې جوړې کړې چې والله که به د ارګ په لویو خونو کې ځايږي. نه پوهېږو چې جناب عالي ولې دغه پردی او تپل شوی کلتور دځان لپاره دبرياليتوب او ګټې سمبول وګاڼه.
کابل ته په رارسېدو سره لالاکرزي لومړی دهيواد د بربادۍ او  کابل د شپېتو زور شهيدانو قاتل مسعود ته د ملي اتل لقب او دهغه ځای ناستي ډاکو او بېسواده جنرال فهيم ته دمارشالۍ رتبه ورکړه،نه يواځې دا بلکې دهغه د لارې په زرګونو ملګري يې له وزارتونو نيولې تر والي،امنیه قوماندان،دحوزو آمرين او نورو مهمو پوستونو باندې وګومارل.
کرزي نه يواځې دا چې په زرګونو پښتني،افغاني او اسلام ضد کسان يې په مهمو پوستونو وګومارل بلکې دهغوی دخوشحالولو لپاره يې په پښتني سيمو کې په آګاهانه توګه داسې لوبې پيل کړې چې له لامله يې له منځه تللي طالبان بېرته منظم شول،د دولت پر ضد جنګونه پيل شول،چې په دغو سيمو کې د اپينو کښت د ډېروالي سبب شول،نه يواځې دا بلکې  د طالبانو بيا راټوکېدل ددې لامل شو چې په دغو سيمو کې د بیا رغاونې چارو مخه ونيول شوه،نوي ښوونځي خو جوړ نشول بلکې پخواني مات و ګوډ ښوونځي هم وسوځول شول،قومي مشران ووژل شول،کور په کور د بې اتفاقۍ اورونه بل شول .....
خو بلخوا يې په شمالي ولایاتو کې د بیا رغاونې چارې دومره چټکې کړې چې دهرې ورځې په تېرېدا سره دسيمې فزيکي جغرافيه مخ پر بدلېدا شوه،کلي په کلي ښوونځي جوړ شول،په لکونو پلونه جوړ شول، سړکونه پاخه شول،په زرګونو ښوونځي جوړ شول،پوهنتونونه جوړ شول،په زرګونو ځوانان په تحصيلي بورسونو بهر ته ولېږل شول. او داسې نور.....
استخباراتي ادارې  يې له بشپړ واک سره پښتني ضد کسانو ته وسپارلې چې څه يې زړه غواړي کولای يې شي د استخباراتو په راس کې چې کوم کسان وګومارل شول دا نه يواځې پښتني ضد ول او دي بلکې اسلامي او ضد او دملي يوالي دښمنان هم دي چې يواځنۍ هيله يې ملي يوالی زيانمنول او د هيواد د ورونو قامونو ترمنځ دبدبختۍ تخم شيندل دي.
دغو کرغېړنو څېرو هم ښه په خلاس مټ دملي يوالي ساتونکيو اصيلو افغانانو پرخلاف د القاعده او طالب پر نوم فعاليت پيل او په زرګونو بېګناه پښتانه يې څه له تېغه تېر کړل او څه يې څرخي پله،بګرام او ګوانتانامو ته ورسول.
امريکا او ملګرو یې هم په ډېرو مسايلو کې د افغانستان د استخباراتي ادارو په مشورو او لارښوونو کارونه کول او ددغې ادارې له خوا به چې څه راپور ورکړل شو نو هغه به يې په پټو ستګرو عملي کاوه.
د کرزي صيب دغې ادارې چې په راس کې يې دهيواد ضد کسان ول تل امريکايانو ته داسې غلط راپورونه ورکړي چې له لامله يې تراوسه په زرګونو کورنۍ د غم پر ټغر ناستې دي. استخباراتو به امريکايانو ته په خوست،کندهار،هلمند،ارزګان،کونړ،ننګرهار ... کې د يوه بېګناه ولسي وګړي کور ورپه ګوته کړ او هغه به يې د طالبانو او د القاعده د پټنځای په نامه ور وپېژانده،امريکايي پوځ  چې په خپل وحشت او بربريت کې نړيوال تور نوم او ريکارډ لري  به هم سمدستي پرهغه ځای څو ټنيزه بمونه ور وغورځول او يوه پښتني کورنۍ به يې ټوټه ټوټه کړه.
امريکايانوپه شينوارو،خوست،دهراود او نورو سيمو کې د کرزي د همدغو يارانو په وينا پر ودونو بمباري کړې او دخوښۍ مراسم يې په غم اړولي،هر پښتون جهادي قوماندان يې ورته القاعده معرفي کړی چې ياخو يې زندان ته پرې رسولی،يايې وژلی او يا يې هم د دولت ضد مقاومت ته اړ کړی.
که د ټول افغان،پژواک او نورو خبري رسنيو دخبرونو آرشيف وګورو نو هره اونۍ به څو داسې خبرونه خپاره شوي وي چې په کندهار،هلمند،خوست .... کې ښوونځي وسوځول شول،ښوونکي ووژل شول، پلونه والوځول شول.... خو ورسره به دا هم ليکلي وي چې نن په مزار،بدخشان،تخار،باميان .... کې دومره او دومره ښوونځي پرانستل شول،روغتونونه جوړ شول،پلونه جوړ شول،سړکونه پاخه شول.....
په هلمند کې  يو خبريال ددې لپاره وژل کېږي چې د کرزي د ورونو د تور ريکارډ او قاچاق په اړه يې څېړنې کولې،خو په مزار کې هغه خبريال چې داسلام د ستر پېغمبر مبارک شان ته يې سپکاوی کړی نازول کېږي. په بغلان کې د پارلمان د څو وکيلانو په ګډون له اوياوو زيات ماشومان،قومي مشران،پوليس او نور ددې لپاره وژل کېږي چې دکرزي د ورونو د درغليو په اړه يې پلټنې کولې.
ګل آغا شېرزی له کندهاره ددې لپاره ننګرهار ته راوستل کېږي چې د شينوارو په زرګونو جريبه ځمکې په زور ونيسي او د غازي امان الله خان ښار ګوټی پرې جوړ کړي،په ښکاره به د نجيب زراب وي خو په اصل کې به د

ننګیال پاڼې نه په مننه