کابل کې د دوو ماین چاودنو له امله څلور کسان ژوبل شوي دي.

کابل کې د دوو ماین چاودنو له امله څلور کسان ژوبل شوي دي.


  • 10 مياشتي دمخه (30/01/2021)
  • خالد سهار
  • 290

سرچینې وایي، چې لومړنۍ چاودنه د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ پله ته نږدې شوې، چې پکې کوم چاته زیان نه دی اوښتی.

 

دغه پېښه د کابل امنیه قومندانۍ هم تائید کړې ده.

 

په ورته وخت کې بیا دوهمه چاودنه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان مېنې سره نږدې پر یوه کرولا ډوله موټر د نښلوونکي ماین له امله شوې ده.

 

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چې دغه پېښه کې ۴ کسان ټپیان شوي دي.

 

تر دې مهاله د دې دواړو چاودنو مسوؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.