افریقا له پاکستان خپل غچ واخیست.

افریقا له پاکستان خپل غچ واخیست.


  • 7 مياشتي دمخه (05/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 556

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) د پاکستان او سویلي افریقا تر منځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه افریقا لوبډلې وګټله.

په دغې لوبه کې پچه د پاکستان لوبډلې وګتله او د لومړۍ توپ وهنې لپاره یې افریقا لوبډله را وبلله. سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۱ منډې جوړې کړې او د ۳۴۲ منډو هدف یې د پاکستان لوبډلې ته کېښود. د افریقا لپاره ډیویډ مېلر ۵۰، وان ډیر دوسن ۶۰، کونټن ډیکاک ۸۰ او لوبډلمشر ټیمبا بوواما ۹۲ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره حارث روف ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړی او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۴ منډې جوړې کړې او په ۱۷ منډو یې ماتې ومنله. د پاکستان لپاره فخر زمان ۱۹۳ منډې جوړې کړې او خپله ویکټ یې په رن اوټ د لاسه ورکړه. د افریقا لپاره په توپ اچونه کې انریچ نارت جي درې لوبغاړي وسوځول او تر نورو ښه وځلېد.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه پاکستاني فخر زمان ته ورکول شوه، چې ۱۹۳ منډې یې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان بیا سویلي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.