یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه پر خپلې پالېسۍ همغږي کولو غږېږي

یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه پر خپلې پالېسۍ همغږي کولو غږېږي


  • 8 مياشتي دمخه (30/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 525

د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ د همغږي کولو په اړه خبرې وکړي.

دې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د امریکا مهم شریکان ګډون وکړي. 

ټاکل شوې، په دې غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران او دغه‌راز د اروپایي ټولنې او ناټو استازي ګډون وکړي. 

د سرچینې په باور، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له افغانستانه د خلکو د لېږدولو لپاره د دوو اوونیو د مأموریت او وړاندې د نورو اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې. 

دا په داسې حال کې ده، چې سبا به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږد پوځي ماموریت پای ته ورسېږي. 

امریکا داسې مهال په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته رسوي، چې طالبانو لا هم د خپل نوي کوړېدونکي دولت چوکاټ نه دی اعلان کړی.