ترینکوټ کې دوه ماین لیږدوونکي وژل شوي

ترینکوټ کې دوه ماین لیږدوونکي وژل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (28/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 278

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد وايي ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په دویمه ناحیه کې د طالب وسله والو پر دوه غړو څو کړۍ ماینونه چې ترینکوټ ښار ته یې لیږدول چاودنه کړې.

د نوموړي په وینا په دغه پیښه کې یو ماین لیږدونکی وژل شوی او بل هغه یې سخت ټپي شوی دی.

د ارزګان والي دغه راز وایي هغه سیمه چې ماین لیږدونکي ورڅخه راغلي د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې ده او په دې تړاو څیړنې پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.