د شکیب الحسن د خرابې توپ اچونې له امله اسټرالیا بریا ته ورسېده

د شکیب الحسن د خرابې توپ اچونې له امله اسټرالیا بریا ته ورسېده


  • 9 مياشتي دمخه (08/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 448

د اسټرالیا او بنګلادیش کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو څلورمه لوبه پرون د اګست په ۷ مه بنګلادیش کې ترسره شوه.

په دغې لوبه کې بنګلادیش پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګلادیش په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د ۱۰۵ منډو هدف یې اسټرالیا لوبډلې ته کېښود.

د بنګلادیش لپاره په توپ  وهنه کې مهدي حسن ۲۳ او محمد نعیم ۲۸ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې انډریو ټای او میچل سویپسن درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په درې ویکټو او شپږ توپونو یې کوربه بنګلادیش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا لپاره اشټون اګر ۲۷ او ډان کریسټاین ۳۹ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

شکیب الحسن چې په څلورو اورونو کې یې ۵۰ منډې ورکړې د بنګلادیش د ماتې لامل شو.

باید یاده شي، چې ډان کریسټاین په یو اور کې په شکیب الحسن پنځه شپږیزې هم ووهلې.

له دې وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې بنګلادیش، اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او څلورمه لوبه اسټرالیا لوبډلې وګټله.