افغان د نړۍ پر سترو خزانو پروت ملت دی

افغان د نړۍ پر سترو خزانو پروت ملت دی


  • 8 مياشتي دمخه (27/01/2021)
  • مجید قرار
  • 314

کټواز تېلو پر سر اخیستی، غزنی طلا او لیتیمو، لوګر میسو، بامیان وسپنې. شبرغان ګازو، پنجشېر زمردو، او بدخشان لاجوردو. کندز او بغلان د غلې ګودامونه دي، ننګرهار او لغمان څلور فصله کرهنه لري، هرات او بلخ د سیمې په کچه د تر ټولو قوي سوداګریزو هبونو او مرکزونو جوړېدلو قابلیت لري. هېواد شاوخوا ۱۴ د وچې بندرونه درلودلای شي چې منځنۍ او جنوبي آسیا سره وصل کړي. د نړۍ او سیمې پنځه عمده ضروري شهرګونه، چې فایبر آپټیک، برېښنا، سوداګریزې لارې، رېل، او ګازو نللیکې دي، له افغانستانه تېرېږي او عواید به یې افغانان ټولوي. زموږ د غرونو د خوږو اوبو د یوه لیټر قیمت دا دی د تېلو د یوه لېټر تر قیمت لوړېږي. لمر یې د نړۍ غښتلې لمریزه انرژي او باد یې تر ټولو اغېزمنه بادي انرژي توليدولای شي. دا سرچینې افغان ته یواځې ښه ژوند نه، بلکې عزت ورکولای شي. یواځې افغان ته نه، د هغه فرهنګ، د هغه دین، د هغه عقایدو، د هغه نوم او نښان ته عزت ورکولای شي. دا انساني نړۍ ده. په انساني نړۍ کې مادیات د هر څه په سر کې دي. اماراتیان، چې پنځوس کاله مخکې یې ډوډۍ د ګوتو پر ځای په موټانو خوړه، اوس د پیسو په زور د نړۍ سرداران دي. 

مشکل چېرته دی؟ 

مشکل دا دی چې موږ نه عزت غواړو، نه ښه ژوند غواړو، نه مو خپل کلتور او دین ته عزت غواړو، نه له احتیاجه وتل غواړو، نه د دربدرۍ د ژوند خاتمه غواړو. 

غواړو په شته خزانو او شته پانګه کې فقیران او سوالګر و اوسو. موږ دومره څه لرو چې د نړۍ سوالګر مړولای شو، خو دومره همت نه لرو چې ځان له لوږې او سواله خلاص کړو. 

لامل یې دا دی چې د مکتب پر ځای، د علم او کتابخانې پر ځای پیر او اخوند ته ور خطاوتي یو. اخوندان تولیدوو، اخوندان نازوو، اخوندان مشران کوو، اخوندان پر ځان باداران مقررو. 

اخوند نه د دې وطن تېل خپل ګڼي، نه یې لیتیم، نه یې طلا، نه یې زمردو، نه یې یاقوت. هغوی ته د پنجاب یوه ورځ وظیفه را ټولول د پښتونخوا د غرو تر سرونو زر ځله بهتر دي. هغوی ته که دا وطن له همدې ټولو خزانو سره ور پرېږدې، بیا به هم وظیفې، عشرونه او زکاتونه پکې ټولوي، ځکه چې نه تېل په دمونو او تعویذونو استخراجېږي، نه د جهادي ماشوم ذهن ته هنري خلاقیت ننوتلای شي، نه لیتیم په حلوا کې کارېږي، نه دوی له حیض او نفاسه پرته په بل څه پوهېږي. نه زراعت په مدرسه کې زده کېږي، نه کښتونه په استسقاوو کېږي، که کېدای ، ملایانو به د خپل امارت د مهال یوه وچکالي په زرو استسقاوو لرې کړې وای. دا هرڅه تر هر څه مخکې یوه غیرطبقاتي نظام ته ضرورت لري. 

که زموږ انتخاب ملا وي، د بلا انتخاب به موږ یو. که زموږ انتخاب ملا وي، نو د دې یوې هستۍ مالکان به هم نه شو، ځکه چې لومړی خو ملا له دې ځمکې سره تړاو نه لري، اتیا سلنه بې ځمکي وګړي دي، په کندهار کې یې غزنیچی ملا، په غزني کې کندهاری ملا، په شلګر کې زرمتی ملا، په ننګرهار کې تخاری ملا بولي، وایي له بل ځایه راغلي، دلته یې امامت اخیستی نور یې نه پېژنو. انګرېزانو نیم مستشرقین د همدوی په جامو کې روزل.

 دوهم دا چې سیاسي ملا ازاد نه دی، نوکر دی، درېیمه دا چې ترکاڼي د بیزو کار او اقتصادي پراختیا د ملا کار نه دی، څلورمه دا چې نړۍ له هغه ملت سره اړیکو ته چمتو نه ده چې ملا یې مشري کوي، پنځمه دا چې ملا ملتپالنه ګناه او عرب پالنه عبادت ګڼي.

موږ ته د ملا احترام اړین دی خو په محراب کې. ملکي د ملا کار نه دی، کار اهل کار ته سپارل دیني اصل دی.