د خلیلزاد د ماموریت دوام یو نیک اقدام دی

د خلیلزاد د ماموریت دوام یو نیک اقدام دی


  • 4 مياشتي دمخه (27/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 193

پاکستان د خلیلزاد د ماموریت هرکلی کړی.

پاکستان وایي، د افغان سولې پروسه یو مهم پړاو کې ده او دواړه لوري باید له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا د نوي حکومت له لوري د خلیلزاد د ماموریت دوام یو نیک اقدام دی او خلیلزاد کولای شي، چې په دې برخه کې خپل صادقانه رول ولوبوي. نوموړي ویلي، د خلیلزاد د ماموریت دوام دا ښیي، چې امریکا لاهم افغان سولې ته ژمنه ده.

شاه محمود قریشي تر دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان له امریکا سره په افغانستان کې د سولې لپاره اوږه په اوږه کار کوي.

قریشي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې لاهم په کور دننه ددغه هېواد په نیت شک موجود دی.