هرات او پروان کې د دوه دیني عالمانو وژل کیدل

هرات او پروان کې د دوه دیني عالمانو وژل کیدل


  • 7 مياشتي دمخه (27/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 264

‏د هرات امنیتي مسوولین وایي ناپيژانده وسله والو د عبدالطیف معاذ په نوم دیني عالم په ډزو وژلی.

مسوولین وایي دغه پیښه د هرات ښار یولسمه ناحیه کې رامنځته شوې چې له امله یې یاد قومي مشر او دیني عالم وژل شوی.

بل لورته په پروان ولایت کې هم د مولوي عبدالرقیب په نوم یو دیني عالم د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

ددغو دواړو پيښو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو مسوولینو وایي چې د بریدګرو د نیولو لپاره څيړنې روانې دي.