کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.


  • 6 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • خالد سهار
  • 236

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، چې پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې د څلورمې امنیتي حوزې دوهم پروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

فرامرز زیاتوي، چې یاده مقناطیسي ماین چاودنه په یو لندکروزر موټر شوې ده، چې له امله یې سیمه کې له مالي زیانه اوښتی دی.

 

لا تر اوسه د دې پېښې پخلی لا هم کومې ډلې نه دی کړی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل میشت وګړي، خپل هر سهار په چاودنو او نښتو پيلوي، چې له دې سره یې ګڼ کابل ښاریان دغه حالت اندېښمن کړي دي.