پاکستان له امریکا غواړي، چې له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې شي.

پاکستان له امریکا غواړي، چې له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې شي.


  • 10 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 341

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وایي، د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره شوې هوکړې ته درناوی ولري.

شامحمود قریشي له الجزیرې ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ناسته کې د پاکستان لوی لاس وو. نوموړي ویلي پاکستان تل د افغان سولې پروسه کې خپلې هڅې کړې او اسلام اباد د یو سوکاله افغانستان غوښتونکی دی. نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته په اشارې ویلي، د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره پر شوې هوکړه ودریږي، نوموړي زیاته کړې پاکستان هیله مند دی، چې امریکا به د افغانستان په چارو کې ښکیله پاتې شي.

شا محود قریشي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا نوي حکومت لاهم د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه ده روښانه کړې، خو وړاندې بیا پنټاګون له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د ټرمپ تګلاره منلې وه.