ارزګان کې د هاوان لګیدو یو ماشوم وواژه

ارزګان کې د هاوان لګیدو یو ماشوم وواژه


  • 6 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 179

ملي دفاع وزارت وایي وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې د استوګنې پر یو کور هاوان توغولی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هاوان د وسله والو له خوا توغول شوی او د استوګنې پر یو کور لګیدلی دی.

عیني شاهدان هم وایي چې یاده سمیه کې پر یو کور د هاوان ګولۍ لګیدو له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی خو په وینا یې معلومه نه ده چې دغه هاوان د ملي اردو که د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی، ځکه ډیری وخت د دواړو خواو ترمنځ د نښتو له امله ورته پیښې رامنځته کیږي.

وسله والو طالبانو بیا د ملي دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده.