ولې دې ديارلس کاله مخکې زه نه ګټلم


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله پامیر
  • 253

 سياستمداره! 

له تېرې روژې وړاندې موږ، زموږ ازبک او تاشقرغاني ګاونډیانو په ګډه پیسې راټولې کړې او د خپلې کوڅې ویاله مو پرې جوړه کړه. د برق لرګینې پایې مو په سیمټي هغو بدلې کړې. ازبک ګاونډي په اختر کې د خپل ورور له کوره مخکې زما دروازه راوټکوله او په ګډه مو اختر ونمانځه.
اولادونه مو ټوله ورځ په کوڅه کې یو ځای لوبې کوي؛ خو تاسې باور وکړئ چې ډېری وخت مې اولادونه د بل پښتون ګاونډي له بچیانو سره کچي (مرور) وي.
سره له دې چې زما اوزبک ګاونډی کلک جنبشی دی، پښتون ګاونډی مې کله طالب پلوه او کله بیا حزبي شي؛ تاشقرغانی ګاونډی مې د عبدالله عبدالله طرفدار دی؛ خو د تاشقرغاني ګاونډي یو زوی بیا ډېری وخت د طالبانو ترانې اوري. 
خو موږ په یوه کوڅه کې ژوند کوو، په یوه لاره تګ راتګ کوو، اولادونه مو په یو ښوونځي کې زده‌کړې کوي او په یو مسجد کې په یو امام پسې لمونځ کوو. هغه زما په غم ښادۍ کې او زه د هغه په غم ښادۍ کې تر بل هر چا وړاندې حاضر یم، یانې موږ د یو بل په ګټه او تاوان زهیرېږو.
زه په یقین سره وایم چې که زه هغه ته زیان وا نه ړوم، هغه به راته ولې زیان اړوي؟
که د اوزبک ګاونډي زوی مې د جنرال دوستم په ملېشو کې وي، ایا هغه به غواړي چې د یو ګاونډي کور یې وسوځول شي؟!
نه هیڅکله داسې نه کوي.
خو زه دا هم نه وایم چې په جګړه کې ډوډۍ وېشل کېږي، جګړه ده د وژلو لپاره او جنرال دوستم په شمال کې د جګړې د پیل کوونکيو پر وړاندې مبارزه شروع کړې. 
نن جنرال دوستم هغه پخوانی ملېشه قوماندان نه دی، هغه د جمهور رییس په امر د دې سیمې د تصفیې په موخه خپله دنده تر سره کوي؛ نو که زموږ په دښمنانو کې ډېری زما قومیان وي، نو موږ څه وکړو، د هغوی په طرفداري د دوستم پر وړاندې ودرېږو؟ 
نه هيڅکله هم نه؛ په شمال کې زموږ قوم د همدغه خپلو دښمنو قومیانو له خوا پوزې ته راغلی.
اولادونه یې له زده‌کړو بې برخې شوي؛ کلیو ته یې لا تر اوسه سړک نه دی ورغلی او که په لویو سیندونو ورته کوم پل هم جوړ شوی و، هغه یې لکه د چهار درې، علي اباد او قلع ذال د پلونو ټول والوځول.
که کوم پښتون دولتي دنده تر سره کوي، دوی یې یا وژني، یا یې کورنۍ تهدیدوي او یا یې له کومې بلې لارې د دندې او پرمختګ مخنیوی کوي چې ښې بېلګې یې د کندوز د والي انجینر عمر، ولسوال عبدالمومن، ولسوال معلم نذیر او د ارچي د امنيه قوماندان وژل دي.
نو زه به هیڅکله هم د داسې قومیانو طرفدارۍ و نه کړم چې څو کلونه وړاندې یې افغانستان زموږ د دښمن هېواد په پنځمه صوبه بدلول غوښتل او نه به نورو سیاستمدارانو ته د دې جواز ورکړو چې د شمال پر پښتانه د نظام د کمزورۍ په خاطر د خپل ورځني سیاست نغري تاوده کړي. 
په شمال کې د دښمن د له منځه وړلو په موخه د افغان ځواکونو عملیات روان دي، نو وژنې به هم ورسره وي؛ خو دا په دې مانا نه دي چې خدای مه کړه د یو قوم وګړي وژل کېږي او یا قومي جګړې ته لمن وهل کېږي، پښتون په شمال کې لږه‌کی نه دی. 
بله دا چې ما چې دیارلس کاله وړاندې ژغورلو ته اړتیا درلودله، ته چېرته وې؟ 
هغه وخت چې د همدې طالب د ظلمونو کفاره له ما غوښتل کېدله، ته چېرته وې؟ 
هغه وخت چې زما په زرګونو جریبه ځمکې ستا د رهبر (کرزي) د حکومت د شریکانو له خوا غصب کېدلې ته چېرته وې؟ 
هغه وخت چې زه یوازې په پښتو ویلو له دولتي ادارو شړل کېدلم ته چېرته وې؟ 
هغه وخت چې زه ستاسې د حکومت تر ټولو ډېر رټل شوی انسان وم، ولې مو زما د ژغورلو لپاره غږ نه کاوه؟ 
هغه وخت دې ولې غږ نه کاوه چې حامد کرزي راته په شمال کې له استاد عطا او جنرال دوستم څخه لوی ښاماران جوړول او زه یې د هغوی خولې ته لاس تړلی وراچولم؟
تېر ۷ کلونه چې زه د امریکا د جاسوس، د مرتد، د اجیرې اردو د عسکر او پولیس، د اربکي او ... په نومونو د همدغه ستا د رهبر د وروڼو له خوا وژل کېدم ته ولې چوپ وې؟
اوس زه پوه شوی یم، ما په خپله سیمه کې د مبارزې لارې پېژندلي، زه خپل دوست او رقیب پېژنم؛ ما له خپلو نورو قومونو سره خپله وروري ټینګه کړې؛ نو ته ولې زما دغه وروري خرابوې؟
زه په دې هم پوهېږم چې که خدای مه کړه، په ما ډېېېره بده ورځ هم راشي، ته زما هيڅ مرسته نه کولای شې او نه یې کوې.
خو هیله کوم چې زما په سر خپلې سیاسي سوداګرۍ ته د پای ټکی کېږده.
موږ یو ملت یو. زما، زما د ازبک، تاشقرغاني، تاجک او ... ګاونډیو دښمن شریک دی، څوک چې زموږ ویاله او کوڅه ورانوي، څوک چې زموږ بازار ته تللې لاره کې بمونه ږدي، څوک چې زموږ د اولادونو ښوونځي سوځوي او څوک چې زموږ له کوڅې خوښي اخلي، هغه زموږ دښمن دی، هغه که هر څوک وي، که پنجابی وي، که پښتون وي، که تاجک، که ازبک... زموږ دښمن دی.
خو خدای دې داسې ورځ کله هم نه راولي چې موږ د نورو وروڼو قومونو په مقابل کې ستاسې مرستې ته اړ شو؛ ځکه چې موږ یو ملت یو، یو افغان یو او د یو ځواکمن افغانستان لپاره په ګډه مبارزه کوو.
سرخط ورځپاڼه