کندز کې پر سیمه ییزې راډیو د خلکو برید

کندز کې پر سیمه ییزې راډیو د خلکو برید


  • 8 مياشتي دمخه (15/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 240

د کندز ښار لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې خلکو د یو ملا امام په امر د زهرې په نوم سیمه ییزه راډیو باندې برید کړی، تخنیکي وسایل یې چور او له منځه وړي دي.

د زهرې راډیو مسوول محسن احمدي وایي لسګونه قهرجنو لمونځ کوونکو یې له دې امله د راډیو پر دفتر برید وکړ چې ویل کیږي د راډیو د نشراتو فریکونسي د جومات د لوډسپیکر پر سیسټم خپره شوې او موسیقي پکې خپره شوې.

د نوموړي په وینا دغه پیښه یوه نیمه بجه شوې خو د دوي نشرات له یوې بجې وروسته پای ته رسیږي.

د کندز پولیس هم پیښه تاییدوي او وایي چې د پیښې په تړاو یې څیړنې پیل کړي دی.