د مسلمان افغان کافر وطن

د مسلمان افغان کافر وطن


  • 3 کاله دمخه (15/04/2021)
  • زبیح الله احساس
  • 1724

له امان الله خان مو درس وانخيست، د داود خان پرځولو په خاطر د دښمن کمونيست بوټو غېږ ته ورغلوو. د روس يرغل ته مو زمينه برابره کړه او وطن مو سور اور کړ.

د کلي، کور پرېښودو ته اړ شوو. خپلې کلاګانې، ځمکې او شنه فصلونه رانه پاتې شول او په خړو ډاکونو کې د خيرات خيمو لاندې د غربت او تنګسيا خړسترګي ژوند ته کېناستوو.

نجيب سور کافر و، هېڅ مو د خبرې سړی ونه ګڼه، په ډېر غرور مو نسکور کړ، مات مو کړ او د دښمن په خوله مو په دار وځړاوه.

په اصطلاح د مسلمان افغان دا کافر وطن مو له فتحې وروسته په خپلو لاسو داسې لولپه کړ، چې لسيزې وروسته ورته پخپله حيران وو او زموږ دې ځانوژونکې ادم خورۍ ته ټوله نړۍ ګوته په غاښ وه.

نه پوهېږم، موږ څومره سپين سترګي يوو، چې پر ډاګونو د خيراتي خيمو لاندې د ذليل غربت او بې وسۍ ژوند مو سترګو ته نه درېږي. 

هغوئ چې يو ځل بيا پر هماغو کنډوکپرو لارو د تګ غوولونکي شعارونه ورکوي، په خوله يې د لاس ايښودو او د خبرو يې د نه اورېدو وخت دی.